د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امنیتي مسولیتونو انتقال، د پولیسو مرګ ژوبله دوه برابره کړې


د افغانستان د ملي پولیسو تلفات د تیرکالو د لومړیو شپږو میاشتو په مقایسه دوه چنده زیات شوې دي.

د افغانستان د ملي پولیسو تلفات د تیرکالو د لومړیو شپږو میاشتو په مقایسه دوه چنده زیات شوې دي.


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت شمېرې خپرې کړي چې په کې راغلي: د ورې ( حمل ) د میاشتې د پیل راهیسې په ټول افغانستان کې اتلس سوه د ملي پولیسو سرتیري وژل شوي دي.

ویل کیږي چې په شپږو میاشتو کې د پولیسو د مرګ ژوبلې دا شمېره د نړۍ له بل هرهېواد په مقایسه د پولیسو د تلفاتو لوړه شمېره ده.

په افغانستان کې له بهرینو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته د مسولیتونو انتقال په دې هېواد کې د پولیسو مرګ ژوبله دوه برابره زیاته کړې ده.

ویل کیږي، ډیره مرګ ژوبله ځکه افغان امنیتي ځواکونو ته اوړي چې هغوي د حکومت د وسلوالو مخالفانو سره د جګړې په لومړې کرښه کې جنګیږي.

همدارنګه دا ځواکونه ډیر ساده وسایط لري چې د سړک د ماینونه په چاودنو کې ډير زره له منځه ځي او په کې سپرو سرتیرو ته مرګ ژوبله اوړي.

د تازه شمېرو له مخې چې؛ د دوشنبې په ورځ د افغانستان د کورنیو چارو وزارت خپرې کړې، د وري د میاشتې د پیل راهیسې تر اوسه پورې اولس سوه دوه نوي پولیس سرتیري په ټول افغانستان کې به بېلابېلو پېښو کې وژل شوې دي.

د تلفاتو دا شمیر د تیر کال د لومړیو شپږو میاشتو په مقایسه دوه چنده زیاتوالی ښيي.

سږ کال افغان ملي پولیسو ته تر ټولو ډیره مرګ ژوبله په لارو او سړکونو کې د اېښودل شویو ماینونو د چاودنو له کبله اوښتې ده.

یو شمېر خبري اژانسونه وايي ، افغان امنیتي ځواکونه تر اوسه هم ډيره تکیه پر بهرنیو ځواکونو لري په ځانګړې توګه په لرې پرتو سیمو کې د هوايي عملیاتو په برخه کې.

تردې مخکې افغان حکومت د مرګ ژوبلې کمې شمېرې خپرولې، ځکه ویل کیدل چې د مرګ ژوبلو د داسې شمېرو خپرول د امینتي ځواکونو پر مورال او روحیه اغیز کوي.

له همدې کبله تر اوسه پورې د افغانستان د دفاع د وزارت له خوا د ملي اردو د سرتیرو د مرګ ژوبلې په اړه شمېرې نه دي خپرې شوې.

د رویټرز خبري اژانس وايي، د افغان پولیسو مرګ ژوبله د نړۍ په هېوادونو کې د پولیسو د مرګ ژوبلې تر ټولو لوړ شمېر څرګندوي.

همدا سرچینه زیاتوي، داسې درانه تلفات دا پوښتنې هم راپورته کوي چې له ۲۰۱۴ م کال وروسته چې بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ووځي افغان امنیتي ځواکونه به په څه ډول د طالب وسلوالو د ګواښونو په وړاندې دفاع کوي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي وايي، افغان امنیتي ځواکونه د بهرنیو ځواکونو په شان لازم تجهیزات او وسایل نه لري.

د ښاغلي صدیقي په وینا د مخالفو وسلوالو پر ضد د جګړې په لومړۍ کرښه کې د پولیسو حضور هغوی تر ډیره د وسلوالو د بریدونو هدف ګرځولې دي.

د افغان پولیسو د تلفاتو شمیرې په داسې وخت کې خپریږي چې افغانستان په راتلونکې ۱۳۹۳ هـ ل کال کې دوه لویو ازمایښتونو سره مخ دی.

یو په دې هېواد کې د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو انتخابات دي او بل هم له دې هیواد څخه په بشپړه توګه د بهرینو محاربوي ځواکونو وتل دي.

سره له دې چې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت او نورې امنیتي ادارې وايي د انتخاباتو د امنیت لپاره لازم چمتوالی لري ، خو خلک په دې هیواد کې د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو د انتخاباتو د امنیت په اړه اندېښنې لري او بې باوره دي.
XS
SM
MD
LG