د لاسرسي ځای

تازه خبر

نواز شریف په کراچۍ کې له سیمه ییزو سیاستوالو سره ګوري


په کراچۍ ښار کې د تشدد د پېښو لړۍ روانه ده او تېره شپه د یو پولیس افسر په ګډون ۵ کسان د ښار په بیلا بېلو برخو کې وژل شوي دي.

په کراچۍ ښار کې د تشدد د پېښو لړۍ روانه ده او تېره شپه د یو پولیس افسر په ګډون ۵ کسان د ښار په بیلا بېلو برخو کې وژل شوي دي.


دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان وزیر اعظم نواز شریف نن د کراچۍ دوه ورځنۍ دوره پیلوي.

د پاکستان د اطلاعاتو مرکزي وزیر سنیټر پرویز رشید وایي، وزیر اعظم به سبا د چهارشنبې په ورځ په کراچۍ کې د امن د ټینګښت په موخه د کابینې په اجلاس کې ګډون کوي او په دغې اجلاس کې به د کراچۍ د ستونزې د حل لپاره د پورته کیدونکو اقداماتو منظوري کېږي.

((په دې دوه ورځنۍ دوره کې به لومړې وزیر د کراچۍ له نماینده قوتونو سره ګوري د ایم کیو ایم ، پیپلز پارټۍ عوامي نیشنل پارټۍ، تحریک انصاف او د جماعت اسلامي له چارواکو څخه به په دې لړ کې مشورې کوي، د سوداګرو او د مدني ټولنې له استازو څخه به هم په دې سلسله کې رایي یې اخیستل کېږي. بیا به د سند صوبې د اعلی وزیر او ګورنر په موجودګۍ د کابینې غونډه کېږي او بیا به په کراچۍ د امن لپاره د ترسره کیدونکو اقداماتو په اړه کابینه منظوري ورکوي))

پرویز رشید زیاته کړه کراچۍ د پاکستان اقتصادي مرکز دی او دلته امن د ټول پاکستان د خلکو لپاره مهم دی.

په کراچۍ کې د امن د ټینګښت په اړه د مرکزي حکومت د تګلارې او اقداماتو په اړه نوموړي وویل:

(( هغه استخباراتي ادارې چې د مرکزي حکومت د واک لاندې دي ،دغه ادارې د مالوماتو د جمع کولو ښه تجربه او ډېره ذخیره هم لري. په تېر وخت کې په کراچۍ کې کومې ډلې څه کړي دي او د چا په مرسته یې کړي، که دغه ادارې دا مالومات د صوبایي حکومت سره شریکې کړي نو اوس هم په پولیسو او رینجرو کې دا صلاحیت شته چې د دغو مالوماتو په رڼا کې مجرمان ونیسي او د قانون منګولو ته یې وسپاري)).

که څه هم پرویز رشید په کراچۍ کې د پولیسو او رینجرو په مټ په جرمونو کې د ککړو عناصرو په خلاف ممکنه عملیاتو ته اشاره کړې خو د کراچۍ تر ټولو لوي ګوند متحده قامي مومنټ بیا په کراچۍ کې د فوجي اپریشن مطالبه کوي.

د ایم کیو ایم نه علاوه د کراچۍ پاتې ټول ګوندونه په ښار کې فوجي اپریشن د ستونزې حل نه بلکې د نورو ستونزو د پیدا کیدو لامل ګڼي.

یاده دې وي په کراچۍ ښار کې د تشدد پېښې د تېرې اوږدې مودې راهیسې رواني دي.

د بشري حقونو د کمیشن ترمخه د روان کال په لمړنیو ۶ میاشتو کې د ۱۷۰۰ څخه زیات کې کسان په دغو پېښو کې وژل شوي دي.

په کراچۍ کې د امن د ټینګښت لپاره د پیپلز ګوند تېر حکومت هم په خپل وخت کې یو شمیر ګامونه پورته کړي و، خو دغه حکومت په یاد ښار کې په امن راوستو کې پاتې راغلی و.

په پاکستان کې د نوي حکومت د جوړیدو را وروسته وزیر اعظم نواز شریف د کراچۍ ښار یوه دوره کړې ده.

دا دویم ځل دی چې وزیر اعظم کراچۍ ته راځي. د کراچۍ ښاریان دې دورې ته ډېر اهمیت ورکوي او دې ته منتظر دي چې آیا نوی حکومت به د کراچۍ د ستونزې په حل کې کامیاب شي کنه د دې هڅې به هم لکه د تېرو حکومتونو صرف د غونډو او اعلانونو تر حده پاتې شي.
XS
SM
MD
LG