د لاسرسي ځای

تازه خبر

په سوات کې د ګالف لوبې بیا پیل شوې دي


سوات - د سوات کبل سیمې د ګالف په میدان کې تر ۲۰ کالونو وروسته په وړومبي ځل د ټول پاکستان په کچ د ګالف درې ورځنۍ اتلولۍ پای شوې دي.


دا لوبې د خیبر پښتونخوا ګالف اسوسي اېشن له پلوه جوړې کړل شوې وې.

د دې ادارې عمومي سېکرټر شهادت حسین له مشال راډيو سره د خبرو پر مخ وخت وویل، دا لوبې تر ۲۰ کالونو وروسته پیل شوې وې.

دی وايي، د ګالف دا میدان د سوات والي په ۱۹۶۶ز کال کې جوړ کړی وو.

ده وویل، د همدې میدان بیا پر حالولو له پاره دا لوبې پیل کړل شوې.

شهادت حسین وايي، په دې لوبو کې له ۱۵۰ زیاتو لوبغاړو برخه واخیسته.

دی زیاتوي، هڅه کوي راتلونکی کال بیا د ګالف اتلولي وکړي.

له لاهوره ورغلی لوبغاړی شاهد وايي، ده د سوات ښایسته سیمه هم ولیده او له لوبې یې هم خوند واخیست.

د پېښور ګالف کلب لوبغاړي محمد یاسین وویل، دوی ته نه وه مالومه چې د سوات د ګالف میدان به دومره ښایسته وي.

د لوبو په پای کې مشر مېلمه او د پښتونخوا د لوبو وزیر محمود خان لوبغاړو ته انعامونه ورکړل او و یې ویل چې د دوی د دې لوبو موخه هم دا وه چې د پاکستان خلکو ته وښيي چې په سوات کې امن پر ځای شوی دی.
XS
SM
MD
LG