د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شام په اړه امریکايي ثبوتونه قانع کوونکي نه دي


د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سېرګې لاوروف ویلي، د امریکا ثبوتونو دوی پر دې نه دي قانع کړي چې ګواکې ریښتیا هم د شام د ولسمشر بشارالاسد رژیم کیمیاوي وسلې کارولې دي.
سېرګې لاوروف د دوشنبې پر ورځ په ماسکو کې د لوستونکو یوې غونډې ته د وینا پر مهال ویلي، د هغو ثبوتونو په اړه جدي شکونه موجود دي چې امریکا، برتانیا او فرانسې وړاندې کړي دي.
سېرګې لاوروف زیاتوي، دی فکر نه کوي چې په شام کې به اپوزیشن د یو بهرني مداخلت په حال کې یو سیاسي حل ته زړه ښه کړي.
د امریکا ولسمشر باراک اوباما د اګست پر ۳۱مه وویل چې دی په دې باور دی چې د بشارالاسد رژیم د اګست پر ۲۱مه د دمشق په شا و خوا کې کیمیاوي وسلې کارولې دي کومو چې تر ۱۴۰۰ زیات کسان وژلي دي.
د روسیې ولسمشر ولادمیر پوټین پر هغه ورځ تینګار وکړ چې امریکا دي خپل ادعا شوي ثبوتونه ملګرو ملتونو ته وړاندې کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG