د لاسرسي ځای

تازه خبر

اې اېن پي په انتخابي عمل کې د ښځو زیاته ونډه غواړي


پراګ - د عوامي نیشنل ګوند مشر اسفند یار ولي خان د خالې په ورځ د چارسدې په ولي باغ کې په یو خبري کنفرانس کې د خپل ګوند د ټولو مرکزي او صوبایي تنظیمونو د تحلیلولو پر وخت دا هم وویل، د مې ۱۱مې نېټې په انتخاباتو کې د ښځو د ووټ اچولو په لړ کې له لا پرواهۍ نه کار اخیستل شوی، او د ښځو په پولينګ سټیشنو د ځینو مسلو او بنه دیزونو له وجې مخالفو سیاسې ګوندونو ته موقع ورکړل شوه چې دا د دوی د ګوند په تېرو عامو انتخاباتو کې د ناکامۍ یوه وجه هم ده.


د عوامي نیشنل ګوند صوبايي مشره او په چارسده کې د اسفندیار ولي خان په تېرو انتخاباتو کې د کیمپېن چلونکې شګفته ملک وايي، په ضلعي کچ د تنظیمونو عهدیدارانو د ښځو برخې ته پوره پام نه دی ورکړی، او ځکه په ډېرو سیمو کې د ښځو ووټ کم راغلی وو.

((زموږ ګوند د ښځو بېله څانګه نه لري، په تنظیمونو کې زیاتره سړي وو، او هغوی له ځانه سره ښځې په هغه شمېر کې وانخستلې، لکه په پېښور کې ډېرې ښځې د دوی له ګوند سره تړاو لري، خو تنظیمي ډانچه پوره نه وه نو ځکه غلطیانې هم وشوې.))

په تېرو انتخاباتو کې د خیبر پښتونخوا په لکې مروت، دیر ، شانګله او نوښار کې د جرګو د لارې سیاسي ګوندونو او مشرانو د ښځو په ووټ بنه دیز هم لګولی وو.

د یوې غیر سرکاري ادارې پیمان مشره، او د خیبر پښتونخوا پخوانۍ نګران د اطلاعاتو وزیره مسرت قدیم بیا وايي، سیاسې ګوندونه ښځو ته په عملې سیاست کې هغه برخه نه ورکوي، د کومې په اړه چې دوی خبرې کوي.

دا وايي:

((قانون دلته کله نافذ شوی نه دی، په دې اړه قانون شته، سیاسیې ګوندونه یو څو ښځو له سیټونه خو ورکړي، په پوره پاکستان کې داسې شوې دي، ښځو له هغه سیټونه نه ورکړل کېږي، چې یو سیاسې ګوند مضبوط وي، او اکٍثره په هغه ځایونو کې ورته یو ګوند سیټ ورکوي، چرته چې د دغه ګوند مشران داسې فکر کوي، دوی به یې وباییلي، نوځکه سیټ یوې ښځې له ورکړي.))

بلخوا الېکشن کمېشن په هغه سیمو کې د بیا انتخاباتو په اړه هم ویلي، ښځې د ووټ اچولو نه منع کړل شوې دي.

شګفته ملک وايي، د دوی د ګوند مشرانو دا خبره په بیا بیا کړې چې باید د ښځو د رایې اچول دې یقیني کړای شي، خو په ځینو سیمو کې د ښځو له پاره په انتخابې عمل کې شاملېدل یو مشکل کار وو:

(( موږ ته دا مسله بار بار راغله، او موږ دا خپل صوبايي مشرانو ته هم ورسوله، او هغوی هم تنظیمونو ته وویل. خو اکثره په ځینو ځایونو کې د تنظیم سړو غړو د ښځو د ووټ لپاره پور کار ونکړ. ))

مسرت قدیم وايي، باید سیاسې ګوندونه د ښځو د ووټ او په دې لړ کې د دوی د رایې احترام وکړي، او د یو ښه بدلون له پاره په سیاست کې د ښځو او سړو په رول کې فرق ونکړای شي.
XS
SM
MD
LG