د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اخوان المسلمین پر مشر بدیع د زړه حمله شوې ده


د مصر د يو سرکاري اخبار د راپور له مخه د اخوان المسلمين په يو لوړ پوړي مشر محمد بديع په جيل کي د زړه دوره راغلي ده.

الاحرام اخبار دغه راپور پرون خپور کړي بلخوا يو سرکاري خبري اژانس مينا د يو شخصی اخبار النهار په ويب پاڼه خپور شوي هغه راپور چي په کې ويل شوي ول چي ګوندي ښاغلي بديع په جيل کي مړ شوي دي بي بنياده بللي او رد کړي ي دي ، دغه شخصي اخبار د بديع د مړيني دا راپور د نا پېژندل شویو امنيتي سرچينو په حواله خپور کړی وو .

دا مهال د اخوان المسلمين ګڼ شمېر مشران د مصر په جيلونو کی پس له هغي قيد دي کله چي د روان کال د جولاي په درېيمه نيټه د مصري پوځ لخوا منتخب شوي ولس مشر محمد مرسي د واکه ليري کړل شو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG