د لاسرسي ځای

د بلوڅ ملتپال پر کور حمله شوې ده


په بلوچستان کې د بلوڅ ملتپاله ګوند – بلوچستان نیشنل پارټۍ (مېنګل) – مشر سردار اختر مېنګل پر کور وسله والو حمله کړې ده.

د شنبې او یکشنبې شپې تر منځ په دې شوې حملې کې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

پولیس وايي، وسله وال پر موټر سایکل د اختر مېنګل کور ته ورغلي ول، د کور په انګړ (غولي) کې یې دوه لاسي بمونه ور وغورځول او وتښتېدل.

پولیس زیاتوي، د حملې پر وخت اختر مېنګل په کور کې نه وو.

د بلوچستان اعلا وزیر ډاکتر عبدالمالک بلوڅ دا برید په سختو ټکو کې غندلی دی.

د حملې پړه چا نه ده منلې.
XS
SM
MD
LG