د لاسرسي ځای

طالبان دومره بې وسه شوي دي چې ولسي وګړي وژني: کرزی


افغان ولسمشر حامد کرزي طالبان د هغو پېښو په وړاندې مسوول بللي چې تیره اوونۍ شوې دي او په ترځ کې یې په لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله واوړیده.

له ولسمشریزې ماڼۍ ( ارګ ) په خپور شوي یو بیان کې حامد کرزي دا ډول بریدونه د ترهګرۍ هڅې او ډله ییزه وژنې بللي دي.

په بیان کې راغلي طالبان اوس دومره مایوسه او ناتوانه شوي چې د ملکي خلکو په ځانګړي ډول له معصومو کارګرانو ، انجینیرانو، میرمنو ، او ماشومانو پرته پر بل چا د برید کولو وس نه لري.

حامد کرزی وايي، د طالبانو له کړنو دا خبره یو وار بیا جوتېږي چې دوی له تباهۍ او وژنو پرته نور څه په لاس کې نه لري.

په افغانستان کې وروستي بریدونه په کندهار او هېلمند ولایتونو کې رامنځ ته شوي چې ګڼ شمېر خلکو ته یې مرګ ژوبله ور اړولې ده.
XS
SM
MD
LG