د لاسرسي ځای

تازه خبر

اېم کیو اېم د ناټو له کنټېنرو د وسلو ایستلو تور نه مني


کراچۍ - د پاکستان د بندرونو او شېپېنګ پخواني وزیر او د اېم کیو اېم ګوند رهنما بابرخان غوري هغه تورونه رد کړي دي چې ګواکې د ده د وزارت په زمانه کې د ناټو ۱۹ زره د وسلې ډک کنټېنرونه د کراچۍ له بندره ایستل شوي دي او ورک شوي دي.


د خالي په شپه په کراچۍ کې له خبریالانو سره په خبرو کې نوموړي وویل د کنټېنرونو د ایستلو کار د ګټې یا عوایدو مرکزي ادارې اېف بي ار په لاس کې وي او بېلابېلې استخباراتي ادارې هم د دې څارنه کوي.

((۱۹ زره کنټېنرونه له بندرګاه څخه ایستل خو لویه خبره ده. د وزیر په حیث یو کنټینر له بندرګاه څخه ایستل هم ممکنه نه وي. هلته د اېف بي ار چارواکي هم وي، د کسټم یا ګمرک چارواکي او د مختلفو استخباراتي ادارو کسان هم هلته موجود وي او د دې څارنه کوي.))

نوموړي له عدالت څخه غوښتنه وکړه چې ورکو شویو کنټنرونو په اړه دې پلټنې وکړي.

یاده دې وي د جمعې پر ورځ په سپریم کورټ کې د رېنجر ځواک ډایریکټر جنرل په یو بیان کې ویلي ول چې د تېر حکومت په وخت کې د کراچۍ له بندرګاه څخه ۱۹۰۰۰ کنټېنرونه د اړونده وزارت په نګرانۍ کې ایستل شوي او بې درکه شوي دي چې د همدې وسلې له وجې په کراچۍ ښار کې ناامني ده.

سترې محکمې د د دغو ورکو شویو کنټېنرونو په اړه د تحقیقاتو له پاره کمېټي جوړه کړې ده. دغه کمېټي به خپل رپورټ په یوه هفته کې دننه دننه عدالت ته وړاندې کوي.

د یادونۍ وړ ده په افغانستان کې د ناټو او ایساف ځواکونو ته رسد د کراچۍ له بندرګاه کېږي. دغه رسد د پاکستان د پخواني فوجي ولسمشر پرویز مشرف په حکومت کې شورو شوی دی. د دغې حکومت او تر دې وروسته د پیپلز ګوند د واکمنۍ په مهال د بندرونو او شېپېنګ مرکزي وزارت د متحده قامي مومنټ له یوه مشر بابر خان غوري سره وو.

تراوسه د ناټو چارواکو د کراچۍ له بندره د دوی د کنټېنرونو د ورکېدو او شمېر په اړه په رسمي توګه څه نه دي ویلي خو د پاکستان په رسنیو کې دا خبرونه تر دې وړاندې هم وخت په وخت راغلي دي.

اوس په سپریم کورټ کې د رېنجر ځواک د ډي جي تر بیان وروسته له وسلې د ډکو په زرګونو کنټېنرونو د ورکېدو په اړه خبرونه بیا تاوده شوي دي.
XS
SM
MD
LG