د لاسرسي ځای

تازه خبر

ځینې چارواکي پروژې عملي کولو ته نه پرېږدي، خاکسار


خوست ولایتي شورا وداني
خوست ولایتي شورا وداني

خوست - د خوست ولایتي شورا غړي وايي، د مرکزي حکومت د ځینو چارواکو له خوا په یاد ولایت کې د یو شمېر اساسي پروژو پر وړاندې ناقانونه ممانعتونه، خنډونه او ننګونې د دې لامل شوي دي، چې دا کارونه له یوې ورځې بلې ته او له یو کاله بل ته پسې وځنډېږي او د خوست د اقتصادي او ټولنیزې پرمختیا مخه ډب شي.


د خوست ولایتي شورا رييس سیدکریم خان خاکسار مشال راډیو ته وویل، دویمې درجې ته د خوست د ولایت ارتقا، د خوست -ګردیز سړک پخول، د ښار په منځ کې د دفاع وزارت د ځمکو د ملکیتونو استملاک، د هوايي ډګر په پروژه کې پر له پسې ځنډ، د غلام خان بندر ترانزیټ او خوست ته د وارداتي برښنا لېږد هغه مهمې مسلې دي، چې نه یوازې تل يې غوښتنه شوې، بلکې د خوست خلکو له ولسمشر او د وزیرانو شورا د اقتصادي کمیټې له مشرتابه سره په خپلو وروستیو کتنو کې شریکې کړي دي:

((د خوست خلکو، ولایتي شورا، د ولسي جرګې استازو، د ملي شورا سناتورانو چې کوم ملاقات له ولسمشر سره لاره، په هغه ملاقات کې موږ د خوست پنځه اساسي غوښتنې وړاندې کړې، چې یوه د خوست دویمې درجې ته پورته کیدل وو، بله غوښتنه د خوست او ګردیز سړک د پاتې کارونو بشړول وو، د هوايي ډګر پروژه وه، بل په خوست کې د وزارت دفاع د ځمکو مشکل وو، چې زموږ د پرمختیايي پلانونو د تطبیق مخه يې نیولې ده او خوست ته د وارداتي برښنا لېږدونه او ضمناً د غلام خان بندر ترانزیټ وو.
د ژمنې سره سم موږ ته د ولسمشر له خوا د دویمې درج د ارتقاع حکم راغی او د رييس جمهور له خوا منظور شو، تر یوه بریده د خوست او ګردیز سړک د جوړولو په کار کې هم چټکوالۍ راغی، خو دا نورې غوښتنې په ونه پسې ځوړندې دي.))

د خوست ولایتي شورا مشر سید کریم خان خاکسار
د خوست ولایتي شورا مشر سید کریم خان خاکسار
د خوست ولایتي شورا رييس د هوايي ډګر په پروژه کې د ځنډ لاملونه د یادې پروژې په قرارداد کې د فساد او معاملو د شتون له کبله بولي:

((د هوايي ډګر په پروژه کې نوره ستونزه نشته، خو ستونزه په کې داده، چې کوم ساختماني شرکت چې اړوند وزارت په قرارداد ورکړی، په خپله د ترانسپورټ وزیر او ځیني نور ملګري يې په کې شریک دي، هغه شرکت ته د واسطې په شکل ورکړل شوی دي، هغه شرکت د دې توان نه لري، چې د خوست په سرحدي ولایت کې دغه پروژه په خپله عملي کړي، هغه غواړي، چې دویم لاس ته يې ورکړي.
د دویم لاس په اړه موږ ریيس جمهور ته هم وویل، چې په دویم لاس دا پروژه باید کوم شرکت ته ورنکړل شي، ځکه چې کیفیت یې سم نه راځي او خرابېږي، موږ داسې خبریدو چې نهه میلیونه په اول قرارداد کې منظور شوي وو، په دې کې دوه میلیونه ډالر کوم چاته فساد او رشوت منل شوی دی.))

سید کریم خان خاکسار وايي، د مرکزي حکومت یو شمېر چارواکي داسې پوۍ شوي، چې ګواکې په خوست کې یوه، یوه نمره ځمکه یولک ډالر قیمت لري، نو دې له پاره چې دوی په کې سهم ترلاسه کړي، دا کار په یوه او بله بهانه ځنډوي او د دفاع وزارت د ملکیتونو استملاک تر اوسه پاتې دی:

((د وزارت دفاع سره چې کوم مشکل راغلي دي، شخصاً رييس جمهور د عدلیې وزارت په چوکاټ کې خوست ته یو هئیات راولیږه، هغه هئیات عام وتام نظارت وکړ، د خوست موقعیتونه او ځمکې يې له نږدې وکتې، د هغه هئیات نظر ډېر د خوست د خلکو له پاره په ګټه وو، هلته د وزیرانو شورا په اداره امور کې یو څه تعداد مشکلات شته، هلته داسې خبرې اوریدل کېږي، چې د خوست ځمکې او نمرې یو، یو لک ډالر قیمت لري، نو غوښتنه کوي، چې موږ ته په کې خپل سهم راکړئ، د مافیاوو ډلې سره یو ځای شوي دي، په دې کې زموږ یو شمېر استازي هم شریک دي، په دې کې د خوست د ادارې، ولایتي شورا او خلکو بې وسي ده.))

خاکسار وویل، که چیرې د مرکزي حکومت چارواکي په خپلو ژمنو کې ناغیړي وکړي او یا هم د یادو پروژو په مخکې پراته خڼډونه پورته نشي، نو دوی به په دې اړه ټول پټ رازونه خپلو ولسونو ته افشاء کړي:

((که چیرې دا کار نه کیده موږ مجبور او مکلف یو، چې خپل وولس ته مراجعه وکړو، دغه پټ رازونه موږ د مطبوعاتو په مخکې او د خپلو خلکو په مخکې افشاء کړو او دا خلک موږ ورته په ګوته کړو، بیا د دوی تصمیم دی چې د مشرانو او ځوانانو څه غوښتنې او مشورې وي، هغه به موږ منو او عمل به پرې کوو.))

د کتونکو له انده خوست د اقتصاد، کرهنې، مالدارۍ، اوبو، صنعت او ټولنیزې پرمختیا ښې سرچینې لري، خو د مرکزي حکومت ناپامي او په یاد ولایت کې د یو شمېر کسانو شخصي غوښتنې او مداخلې دا هر څه عملیتوب ته نه پریږدي.
XS
SM
MD
LG