د لاسرسي ځای

تازه خبر

اټومي ازموینې څومره خطرناکې کېدای شي؟


دا د جنوبي صحارا دښتې منظر دی. هلته په ۱۹۶۰ز کال کې فرانسې اټومي ازموینه کړې وه.
دا د جنوبي صحارا دښتې منظر دی. هلته په ۱۹۶۰ز کال کې فرانسې اټومي ازموینه کړې وه.

پراګ - د اګست ۲۹مه د اټومي ازموینو پر ضد د نړیوالې ورځې په توګه لمانځل کېږي.


ملګري ملتونه وايي، د دې ورځې لمانځلو موخه دا ده چې د وسلو جوړولو له پاره باید اټومي تجربې و نه شي ځکه چې د دې اثرات هم پر انساني، هم پر حیواني او هم پر نباتي ژوند تر کالونو پورې وي. د دې ورځې په ترځ کې په خلکو کې پوهاوی زیاتول کېږي چې نړۍ له اټومي وسلو پاکولو له پاره کار وکړي.

د ملګرو ملتونو ووبپاڼه وايي، په لومړي ځل د وسلې جوړولو له پاره اټومي تجربه د ۱۹۴۵ز کال د جولای پر ۱۶مه نېټه شوې وه. تر هغې وروسته شا و خوا ۲۰۰۰ داسې تجربې شوې دي.

په نړۍ کې د یورانیمو له اټومونو یوازې بمونه نه جوړېږي بلکې له دې انرژي او برېښنا هم جوړېږي. خو که چېرې په اټومي بټیو کې چاودنه وشي نو د دې اثرات هم د بم په څېر وي.

په اسلام اباد کې مې له فېزېکس (طبیعیات یا فېزیک هم بلل کېږي) پوه ډاکتر محمد اجمل خان وزیر سره خبرې وکړې او ترې مې پوښتنه وکړه چې اټومي ازموینه یا ټیسټ څه ته وايي؟

له ډاکتر اجمل خان سره مرکه د غږ (ږغ) په ځای کې واورئ.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:04:17 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
XS
SM
MD
LG