د لاسرسي ځای

تازه خبر

له فرید ګل مومند سره بانډار


د سندرو امېل خپرونې ته ښه راغلاست.

په نننۍ خپرونه کې له یوه داسې ځوان سره خبرې کوو چې په انګلیسي (انګرېزي) ژبې یې د شاعرۍ کتاب خپور کړی دی او وايي، د خپلې دې شاعرۍ په ذریعه د سولې راوستو له پاره کار کوي.


فرید ګل مومند په لندن کې لوړې زده کړې کړې دي او دا مهال د تاو تریخوالي ځپل شویو او جرمونو ته هڅول شویو ماشومانو له پاره په جوړې یوې ادارې کې کار کوي.

مومند وايي، له وړوکتوبه یې له انګلیسي شعر سره مینه وه.

دی وايي، په اردو کې یې د فیض احمد فیض، حبیب جالب او مېرزا اسد الله خان غالب شاعري خوښه ده.

مومند وايي، د عربي شاعر محمود دروېش ژباړې او د چیلي د پابلو نېرودا د هنر مطالعې یې کړې دي.

دی زیاتوي، په پښتو کې یې رحمت شاه سایل خوښ دی او له خان عبدالغني خانه متاثره دی.

په دې وروستیو کې د فرید ګل مومند د شعري ټولګې مخکتنه هم په پېښور کې وشوه.

د تل په څېر د سندرو امېل په خپرونه کې سندرې هم در خپروو.

خپرونه د غږ (ږغ) په ځای کې اورېدای شئ.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:21:21 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
XS
SM
MD
LG