د لاسرسي ځای

تازه خبر

کندهار ځانمرګی برید، اته وژل شوي، له ۲۰ زیات ټپیان


په کندهار کې یوې ځان وژونکې حملې ۶ کسان ووژل او ۲۰ نور يي تپیان کړه .
دغه ځان وژونکې حمله دقیقا غرمه یوولس بجې په کندهار ښار کي د کابل بانک مخ ته رامنځ ته شول .
د کندهار د مطبوعاتي دفتر مسوول جاوید فیصل ازادي راډیو ته وویل ځان وژونکی پلی وو او د کابل بانک د تلاشی پوستې ته يي نږدې په ځان پوري تړلو موادو ته چاودنه ورکړې .
د فیصل په وینا په چاودنه کې ۶ کسان وژل شوي او ۲۰ ڼور ټپیان دي
دنوموړي په وینا په وژل شوو کې څلور ملکیان ۱ پولیس او یو د کابل بانک ساتونکی دی او په ټپیانو کې هم ډیر ملکیان شامل دي .
((نن یوولس بجې د کابل بانک مخي ته په دا غورفه کې انتحاري ځان ته چاودنه ورکړې تر اوسه ۶ شهیدان او ۲۰ ټپیان لرو.))
د کندهار دمیرویس روغتون مسوولین وايي چې دوی ته دپیښي د ځای څخه اته مړي او ۲۶ ټپیان وړل شوي .
د ډاکټرانو په وینا په وژل شوو او ټپیانو کې ډیری ملکیان شامل دي .
بلخوا د پیښی عني شاهدان وايي چي دوی د کابل بانک څخه خپل معاشونه ترلاسه کول چي چاودنه وشوه.
((چاودنه ډیره زوره وره وه ټول خلک په وینو کې پراته وه ما ورسره پورته کړه د چا لاسونه نه وه د چا پښې نه وي دادي اوس يي هم غوښي په سړک پرتې دي.))
تر اوسه ددې حملې مسوولیت کومي وسلوالي ډلي نه دي منلي .
دا په کندهار ښار کې تر دو میاشتو نسبي ارامۍ وروسته لومړي خونړۍ حمله ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG