د لاسرسي ځای

تازه خبر

په وردګو کې عملیات، ۱۲ وسله وال وژل شوي دي


میدان ښار - د افغانستان ميدان وردګو سيمه ييز چارواکي وايي، د دغه ولايت په بېلابېلو ولسواليو کې يې له تېرو دوو ورځو راهيسې د طالبانو پر ضد عمليات پيل کړي دي، چې په کې تر اوسه پورې ۱۲ تنه وسله وال وژل شوي، څلور تنه ټپيان شوي او ۱۰ نور ژوندي نيول شوي دي.


دوی وايي، په وژلو شويو او ټپي شويو وسله والو کې د طالبانو څو تنه سيمه ييز قومندانان هم شامل دي.

د ميدان وردګو د والي وياند عطا الله خوګياڼی وايي، عمليات دوه ورځې وړاندې پيل شوي او لا هم پای ته نه دي رسېدلي.

دی وايي، په عملياتو کې، په نرخ ولسوالۍ د وسله والو د وسلو يوه زېرمه هم افغان سرتېرو پيدا کړې او وسلې يې ورڅخه وړې دي.

((د میدان وردګو ولایت په چک، سیداباد، نرخ او جغتو ولسوالیو کې په تېرو اته څلوېښتو ساعتونو کې د بېلابېلو عملیاتو په ترڅ کې، دوولس وسله وال طالبان وژل شوي، څلور ټپیان شوي او د اوو شکمنو کسانو په ګډون، لس تنه نور ژوندي نیول شوي دي.))

خو طالبان وايي، د دوی پر ضد په ميدان وردګو کې له سره عمليات نه دي شوي.

ذبيح الله مجاهد چې ځان د طالبانو وياند بولي، وايي، عمليات نه دي شوي، خو د دوی ملګرو لا پر افغان سرتېرو بريدونه کړي دي.
XS
SM
MD
LG