د لاسرسي ځای

تازه خبر

عوامي نیشنل ګوند ټول صوبايي او ضلعي تنظیمونه ړنګ کړل


د عوامي نیشنل ګوند صوبايي او ضلعي تنظیمونه ړنګ کړل شوي دي.

د شنبې پر ورځ د چارسدې په ولي باغ کې د عوامي نیشنل ګوند مشر اسفندیار ولي خان د خبري غونډې پر وخت وویل، دی د ګوند د مشر په توګه ټول صوبايي او ضلعي تنظیمونه ړنګوي.

ده وویل، اوس یې یوه لنډ مهالې کمېټه جوړه کړې ده چې د نویو تنظیمونو تر جوړېدو به د ګوند چارې پر مخ بیايي.

په صوبايي عبوري یا لنډ مهالې کمېټۍ مشري حاجي عدیل، بشرا ګوهر او محمد اقبال کوي.

اسفندیار ولي خان وویل، د مرکزي لنډ مهالي تنظیم یا کمېټۍ مشري سینېټر زاهد خان کوي.

په ګوند کې د هرې ضلعې په کچ نوي انتخاباتي کمېشنونه جوړ شوي دي چې د ګوند دننه به د انتخاباتو ذمه وار وي. همدا راز، عبوري کمېټۍ به هم د انتخاباتي کمېشنونو په توګه کار کوي.

خبري غونډې ته د وینا پر وخت اسفندیار ولي خان زیاته کړه چې دوی د مې ۱۱مې نېټې په انتخاباتو کې د ګوند کار کردګۍ ته په کتو غونډې او پلټنې کړې دي او بالاخره یې دا پرېکړه وکړه چې ټول ضلعي او صوبايي تنظیمونه به ړنګوي.

د ۲۰۱۳ز کال د مې میاشتې په انتخاباتو کې عوامي نیشنل ګوند په خیبر پښتونخوا کې ماتې خوړلې وه.
تر دې وروسته عوامي نیشنل ګوند په جولای کې یوه پلټنیزه کمېټي جوړه کړه چې په انتخاباتو کې د ماتې لاملونه مالوم کړي.

دې کمېټۍ په خپل رپورټ کې ویلي دي چې په تېرو وختونو کې د ګوند دننه د رکن سازۍ یا غړو ټاکل په سم ډول نه ول شوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG