د لاسرسي ځای

تازه خبر

عوامي نیشنل ګوند ټول تنظیمونه ړنګ کړل


چارسده - د عوامي نیشنل ګوند صوبايي او ضلعي تنظیمونه ړنګ کړل شوي دي.

د شنبې پر ورځ د چارسدې په ولي باغ کې د عوامي نیشنل ګوند مشر اسفندیار ولي خان د خبري غونډې پر وخت وویل، دی د ګوند د مشر په توګه ټول صوبايي او ضلعي تنظیمونه ړنګوي.


ده وویل، اوس یې یوه لنډ مهالې کمېټه جوړه کړې ده چې د نویو تنظیمونو تر جوړېدو به د ګوند چارې پر مخ بیايي.

د مرکزي لنډ مهالې یا عبوري کمېټۍ (الېکشن کمېشن) مشري حاجي عدیل کوي.

اسفندیار ولي خان وویل، د مرکزي لنډ مهالي تنظیم یا کمېټۍ ویاند به سینېټر زاهد خان وي.

په دې انتخاباتي کمېشن کې بشرا ګوهر، باز محمد خان، رانا مبارک، حاجي شفیق، مېجر مسرور بېګ، ډاکتر محمد اکرم خان، فاروق بنګش، سلطان مندوخېل، داود خان اېډووکېټ او عبدالمالک پانیزی شامل دي.

په ګوند کې د هرې ضلعې په کچ نوي انتخاباتي کمېشنونه جوړ شوي دي چې د ګوند دننه به د انتخاباتو ذمه وار وي.

خبري غونډې ته د وینا پر وخت اسفندیار ولي خان زیاته کړه چې دوی د مې ۱۱مې نېټې په انتخاباتو کې د ګوند کار کردګۍ ته په کتو غونډې او پلټنې کړې دي او بالاخره یې دا پرېکړه وکړه چې ټول ضلعي او صوبايي تنظیمونه به ړنګوي.

د ۲۰۱۳ز کال د مې میاشتې په انتخاباتو کې عوامي نیشنل ګوند په خیبر پښتونخوا کې ماتې خوړلې وه.

تر دې وروسته عوامي نیشنل ګوند په جولای کې یوه پلټنیزه کمېټي جوړه کړه چې په انتخاباتو کې د ماتې لاملونه مالوم کړي.

دې کمېټۍ په خپل رپورټ کې ویلي دي چې په تېرو وختونو کې د ګوند دننه د رکن سازۍ یا غړو ټاکل په سم ډول نه ول شوي.
XS
SM
MD
LG