د لاسرسي ځای

نو زما نيا به ماته ویل چې ته سپېره يې، ځکه چې ته پيدا شوې، نو زما زوي ناروغه شو. نو چې کله به زه ګرځېدم نو زما نیا به ماته ویل چې ته سپېره يې او

کوټه - د خیبرپښتونخوا پخوانی د اطلاعاتو وزیر او د عوامي نیشنل ګوند غړی میاافتخارحسین په لر او بر پښتني وطن کې په هغو سیاستوالو کې دی، چې د قربانۍ بېلګه يې ډېره کمه ليدل کېږي. د میاافتخارحسین يوازينی زوی میا راشد حسین طالبانو وواژه. خو دې پښتون سیاستوال بیا هم ماتې ونه منله.


د عوامي نیشنل ګوند مرکزی غړی او د خيبرپښتونخوا پخوانی د اطلاعاتو وزیر میاافتخار حسین په پښتني وطن کې يو هغه سیاستوال دی چې د قام او سیمې لپاره يې بې شمېره قربانۍ ورکړې دي.

۵۵ کالن میاافتخارحسین چې ماشومتوب يې په غريبۍ کې تېر کړی، ځواني يې په سیاست کې او اوس يې عمر په داسې درد کې تېرېږي چې يواځې دی يې احساس کولای شي. خو په څېره يې کله هم دا درد چا ليدلی نه دی . د عوامي نیشنل ګوند ياد غړی وايي، په ماشومتوب کې لا ورته د سپېره یا بد قسمته نوم ورکړل شوی وو.

((زه چې کله پيدا شوم نو په همدې وخت کې زما پلار په نري رنځ يا ټي بي اخته شو. چې هغه وخت ټي بي د کينسر غوندې لویه ناروغه وه، او علاج يې ممکن نه وو. نو زما نيا به ماته ویل چې ته سپېره يې، ځکه چې ته پيدا شوې، نو زما زوي ناروغه شو. نو چې کله به زه ګرځېدم نو زما نیا به ماته ویل چې ته سپېره يې او په ما به دا ټکی ډېر بد لګېده.))

له میا افتخار حسین سره خبرې لاندې د غږ (ږغ) په ځای کې واورئ:


دا سیاستوال چې ماشومتوب يې د يوه سپېره په حیث تېر کړی، د ده په خبره کله چې يې عمر تر شپږ کالو زیات شو، نو يې په خپله سکول ته د تللو غږ (ږغ) وکړ.

((سکول چې داخلېدمه نو زما تربورونه به سکولونو ته تلل، نو ما هم خپلې مور ته وویل چې ما په سکول کې داخل کړئ. ځکه چې داسې څوک نه وو چې ماته يې ویلي وای، ما خپله وویل. بیا زما تره زموږ په کلي کې د باچا خان په سکول کې چې موږ ورته آزاده مدرسه وایو، او باچا خان جوړه کړېده. په هغه کې داخل کړم.))

ميا افتخارحسین وايي په دې سکول يې بیا ټول ښوونکي خدایي خدمتګاران وو، چې د ده په خبره، په ماشومتوب کې لا پر د خدایي خدمتګارانو رنګ ولګېد او د وخت له تېرېدو سره پرې همدا رنګ پخېده.

((زموږ په کور يواځې يوه کوټه وه، او په هغه کې به موږ هم ويده کېدو او غواوې به مو هم په همدې کوټه راسره تړلې. او زموږ کور د رېل ګاډي له پاټلۍ سره نيژدې وو. کله چې به رېل ګاډۍ راتله نو زموږ د کوټې ستن به يې ښوروله. او له هغه به وینه را تویېده. موږ به فکر کاوه چې بس هم اوس به درنګ ساعت ته کوټه را پرېوځيي. او بیا چې به کله باران وشو، نو ناوه به څڅېده چې کله موږ سموله نو هغه به نوره هم سورۍ شوه. نو کوټې ته به اوبه راتللې.))

د ميا افتخارحسین ټول ژوند په غریبۍ کې تېر شوی، خو له مشال سره په خبرو کې نوموړي زیاته کړه، مور او پلار يې له ماشومتوبه لا ورته د پښتو او غیرت درس ورکاوه.

((د هر چا مور ډېره عظیمه وي. خو زه به خپلې مور ته ډېره عظیمه ځکه ووایم چې موږ ته خپلې مور په ډېرې غریبۍ کې موږ ته د پښتو د غیرت کوم درس راکړی دی. او ټيک فیصله به يې کوله چې بچيه! دا کار به يې کوې او دا به نه کوې، او زه به ورته روايتي مور ځکه نه وایم چې ماته ياد نه شي چې کله دې زموږ مور له موږ سره مينه کړې وي. نو دا چې خلک وايي چې په ما کې څه نا څه پښتو غيرت شته، نو دا زما د مور مرهون منت دی.))

ميا افتخارحسین وايي د پښتنو له يو شمېر مخکښو سره يې بېخي زیات وخت تېر کړی چې د ده په خبره همدا د سیاست، پښتون ولی، غیرت او قربانۍ درس ورته له هغوی ميراث کې پاتې شوی.

وسله وال طالبانو د ۲۰۱۰ز کال د جولای پر ۲۴مه د مياافتخارحسین يوازينی زوی میا راشد حسین وواژه. نوموړی د خپل زوی مرګ یادوي:

(( چې کله زما زوی په هغه ورځ د ماځيګر لمونځ وکړ. نو په واپسۍ کې ترهګرو په ډزو وواژه. ترهګرو هغه څلور مرمۍ په سر کې او څلور مرمۍ يې په سینه کې وويشت. او تر هغه ورته ترهګر ولاړ وو، چې ده ساه ورکړه. بیا زه چې د زوی مخ کتو لپاره کور ته لاړم. نو ډېر ګران کار دی په رښتيا ... په خوله ویل ډېر آسان کار دی. چې د سړي یو زوی وي، او هغه هم ځان ته د واده تیارۍ کړې وي. چې زه راوتم نو زما لور ماته ویل داجي! زما ددې ورور څه قصور وو، چې ترهګرو شهيد کړ. د هغې هم دا مطلب وو، چې که ستا زوی نه وو، خو نه يې وژلو. لکه ماته يې ویلو چې ستا له وجې زما ورور لاړ.))

میا افتخارحسین زیاتوي د ده يواځې يو زوی وو، خو که يې لس زامن هم وای نو دده په خبره همداسې به يې په قام او سیمه قربان کړي وو. د عوامي نیشنل ګوند دا سیاستوال نن کومه حکومتي څوکۍ نه لري، خو د نوموړي په خبرو، سیاست او د ترهګرو په ضد جنګ کې هيڅ توپير هیچا هم لیدلی نه دی.
XS
SM
MD
LG