د لاسرسي ځای

تازه خبر

د عمران خان نه د هریپور کالج غوښتنه


د ګورنمنټ پوسټ ګریجویټ کالج هریپور استاذانو او زده کونکو د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان په نوم یو خط لیکلې دی چې پکې په تیر حکومت کې د کالج په نصاب او انتظامي ډهانچه کې د شوو اصلاحاتو په بیا راغونډولو فکرمندي څرګنده شوې ده.
دا لیک ایکسپریس ټریبون خپور کړې دی.


د هریپور کالج استاذان او زده کونکي لیکي، داسې ښکاري چې په خیبرپختونخوا کې د تحریک انصاف حکومت مترقي یا روښان فکره استاذان خاموشه کول غواړي.

ددغه سره سم په نصاب کې د اصلاحاتو او د ضلعو په کچه د هلکانو او جینکو د شریکو زده کړو پیل کولو په نتیجه کې چې کومې لاس ته راوړنې شوې وی هغه هم د خطر سره مخ دي.

په دغه لړ کې زمونږ کالج وړومبۍ اداره ده چې د دا رقم خطرو سره مخ ده.


په کالج کې د یوولسو نوو علومو د زده کړې په ګډون ډېر مهم بدلونونه راوستلې شوې وو. او د هلکانو او جینکو د شریکو زده کړو سره سره د څلورو کالو یو بیچلر پروګرام هم متعارف کړې شوې وو.

ددې علومو د زده کړو ورکولو لپاره د استاذانو انتظام هم شوې وو او د په دې سبقونو کې د جینکو داخلولو ته خاص پام کیده هم دغه رنګ د زده کونکو د تخلیقي صلاحیتونو د ودې لپاره د هنر، موسیقۍ او لوبو ټولنې هم جوړې کړې شوې وی.


د هریپور کالج استاذان او زده کونکی په خط کې لیکي، په صوبه کې د تحریک انصاف حکومت د جوړیدو وروستو د دوو میاشتو په موده کې د د تحریک انصاف د حکومت د کابینې وزیر یوسف ایوب خان د کالج هغه پرنسپل د خپلې چوکۍ نه لیرې کړو چا چې ددې اصلاحاتو بنیاد ایښې وو.

نوموړي وزیر بغیر د څه وجې په ښځو استاذانو د کالج تعمیر ته په ورننوتو بندیز لګولې، د هاسټلونو نه يې ښځې استاذانې او جینکۍ زده کونکې ویستلي، او په ملاله سنټر آف ایکسیلینس ان جنډر سټډیز کې يې نوو زده کونکو ته د داخلې نه انکار کړې.

د خط لیکونکو په پای کې باور څرګند کړې چې، تحریک انصاف د ښځو او سړو برابري مني او دداسې یوې تعلیمي پالیسۍ مرسته کوي کوم چې په دغه لړ کې د راپیښو ستونزو د هواري لپاره عالمان او پوهان پیدا کوي.

دوی لیکلي، چې تحریک انصاف د تعلیم په وسیله په ساینسي او سماجي پرمختیا باور لري.

د کالج استاذان او ازده کونکي وړاندې لیکي، چې هم په دې باور هغوي د تحریک انصاف د وزیر له خوا اخستلي شوي ظالمانه ګامونه ردوي او غوښتنه کوي چې، ملاله سنټر آف ایکسیلینس ان جنډر سټډیز ته دې مکمله مرسته ورکړې شي او دوام دې ورکړي شي.

د کالج په هاسټلونو کې دې د ښځو استاذانو او جینکو اوسیدل جاري وي، د نوو علومو د ښودلو لپاره اخستلي شوي ټولو عارضي استاذان دې مستقل کړې شي او د کالج د تیر پرنسپل او د اکیډمک انهانسمینټ د پروګرام د ډایریکټر تبادلې دې منسوخ کړې شي.
XS
SM
MD
LG