د لاسرسي ځای

له ګوانتانامو زندانه دوه الجزایریان خوشي شول


په ګوانتانامو زندان کې تر یوې لسیزې زیاتې مودې تېرولو وروسته دوه الجزایري وګړي خپل هیواد ته ستانه شوي دي.


د پلازمېنې الجیرز عدالت تېره ورځ وویل، د دې کسانو نومونه نبیل حاد جراب او موطیه صادق احمد سیاب دي چې د چارشنبې پر ورځ ناوخته هیواد ته رسېدلي دي.

عدالت زیاته کړه چې اوس عدلي چارواکي له دې کسانو د ځنډېدلو پلټنو په اړه پوښتنې کوي.

د امریکا دفاع وزارت پېنټاګان وايي، د دې دوو کسانو له خوشې کېدو سره د کیوبا په پوځي مرکز کې د بندیانو شمېر ۱۶۴ ته ښکته شوی دی.

په تېر شا و خوا یوه کال کې دا لومړی ځل دی چې له ګوانتانامو څوک خوشې کړل شوي دي. ولسمشر باراک اوباما وعده کړې وه چې له خپل هیواده دباندې د دې زندان تړلو هڅې به بیا پیل کړي.
XS
SM
MD
LG