د لاسرسي ځای

کوټه:وسله والو طالبانو د پولیسو یو افسر وواژه


په کوټه کې د خروټ اباد په سیمه کې د وژنې په یوې پېښې کې تورن پخوانی پولیس افسر وژل شوی دی.


پولیسو نن د جمعې په ورځ وویل، بېګا شپه نامالومه وسله والو په مبارک کلي کې د پولیسو پخوانی افسر رضا خان و ویشته او بیا وتښتېدل.

د پولیسو دا افسر د ۲۰۱۱ کال د مې ۱۷مې په هغې پېښه کې پړ بلل شوی وو چې په کې امنیتي سرتېرو پینځه چیچنیایان وژلي ول.

په دوی کې دوه ښځې هم وې. رضا خان تر دې پېښې وروسته له دندې لرې کړل شو. د ده د وژنې پړه لا چا نه ده منلې.
XS
SM
MD
LG