د لاسرسي ځای

تازه خبر

برتانیه د شام پرضد پوځي اقدامات رد کړل


د برتانیې پارلېمان د شامي حکومتي اهدافو پر ضد پوځي اقدام رد کړی دی.
د تېرې پجشنبې په ماښام د پارلېمان په ولسي جرګې کې د پوځي اقدام په مخالفت کې ۲۸۵ او په حق کې یې ۲۷۲ رایې واچول شوې.


د دې په غبرګون کې وزیر اعظم ډېوېډ کیمرون وویل، د پارلېمان د خوښې ضد ګام به نه اخلي:

((زه پر دې ټینګ باور لرم چې د کیمیاوي وسلو کارونې پر وړاندې باید سخت غبرګون وښودل شي، خو زه د ولسي جرګې د خواهش پر درناوي هم یقین لرم. نن شپه دا ډېره روښانه شوه چې پارلېمان [د پوځي اقدام په حق کې] رایه نه ده ورکړې. دا جوته شوه چې برتانیوي پارلېمان د خلکو غوښتنو انعکاس کوي او د برتانیې پوځي اقدام نه غواړي. زه پر دې پوه شوم. او حکومت به له دې سره سم کار کوي.))

تر دې مخکې کیمرون د شامي ولسمشر بشار الاسد رژیم پر ضد د شونو حملو ملاتړ کړی وو ځکه چې د اسد پر حکومتي ځواکونو تور دی چې تېره اوونۍ یې د کیمیاوي وسلو حمله کړې وه.

په واشنګټن کې سپینې ماڼۍ اشاره ورکړې ده چې اوس هم په شام کې د رژیم پر اهدافو د امریکا په مشرۍ حمله امکان لري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG