د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست:درملنې په نشو روږدو کسانو ته نوی ژوند بخښلی


په خوست کې که څه هم د مخدره توکو کر او کښت له څو کالونو راپدیخوا صفر شوی او خلک چرس یا کوکنار نه کري، خو د معتادینو او په نشو د روږ دو کسانو شمېر زیات شوی او دا مهال شاوخوا دېرش زره کسان په خوست کې په نشو روږ دي دي.


په خوست کې د کوکنارو د صفر کیدو په بدل کې د مخدره توکو پرضد ادارې د وزارت له خوا هر کال یاد ولایت ته یو میلیون ډالر د دې له پاره ورکول کیږي، چې په دې سیمه کې خلکو له پاره داسې ټولګټې پروژې پلي شي، چې له نشو څخه د خلکو په راګرځولو کې ګټورې تمامیږي.

د نوموړو پیسو په یوه برخه اوس مهال په خوست کې د معتادینو د درملنې یو شل بستریز روغتون جوړ شو، تر څو په دې ځای کې هغه معتادین چې د اساسي درملنې پرته يې اعلاج ناشونی دی، په یو مناسب چاپیریال کې په منظم ډول تر تداوۍ لاندې ونیول شي.

د یادې ودانۍ د ځانګړنو او لګښتونو په تړاو د خوست ولایت د مخدره توکو پرضد ادارې مشر میرناګل تڼیوال د ودانۍ د پرانیستې مراسمو مشال راډیو ته داسې مالومات ورکړل:

((نن تاسو وینئ، چې د معتادینو شل بستریز روغتون چې په څلورسوه پنځوس متره چاردیوالۍ او شپږ جریبه ځمکه کې جوړ شوی دی، دغه تعمیر شپاړس کوټې، درې دهلیزونه، څلور مجهز تشنابونه چې د ګرمو اوبو سیستم په کې موجود دی او شپږ تشنابونه يې له تعمیر نه د باندې دي، په دوه لکه اوه پنځوس زره اوه سوه شپږویشت امریکايي ډالرو په مالي لګښت سره جوړ شوی دی.))

خوست والي عبدالجبار نعیمي د معتادینو د درملنې د روغتون د نوې وداني د پرانیستې په مراسمو کې د خپلو خبرو په ترڅ کې هیله څرګنده کړه، چې په یاد روغتون کې به یو زیات شمېر په نشو روږدي کسان تر درملنې وروسته په سالم ډول خپلو کورونو او ټولنې ته ستنیږي:

((هغه پیسې چې په کال کې دې ولایت ته د ضد مواد مخدر وزارت له خوا ورکول کیژي ، موږ تېر کال دغه پیسو څخه دغه شفاخانې ته یوه برخه ور منظوره کړه، البته یوه حصه د پسو، چې نن خوشبختانه دغه شفاخانه ورباندې تکمیله او زه امیدواره یم چې دې شفاخانې څخه ډېر زیات معتادین له دې ځای څخه اعلاج وکوي او له دغه ځای څخه روغ او جوړ راووځي.))

د تحسین الله په نوم یو کس، چې پخوا د نشه يي توکو په استعمال روږدی وو، له مشال راډیو سره په خبرو کې د خپل ژوندانه پخوانۍ او اوسنۍ حالت دارنګه سره پرتله کوي:
((زه معتاد وم، یو نشه يي وم، په ډېر بد حالت کې وم، نه مې لمونځ پیژانده، نه مې روژه پېژنده، ښکلی ځوان وم، ما به لارې وهلې، نو ماته به د انسان قدر بیخي مالوم نه وو، چې انسان څه شی وي؟

شراب به وو، تریاک به وو، هیروین به وو، هره نشه چې وښيې، ما به کوله او زه يې دې روغتون ته راوړم، زه دې روغتون داخل کړم، په روغتون کې، الحمدالله ښکلي، ښکلي عالمان په کې وو، ښکلي، ښکلي ډاکټران په کې وو، ما ته يې ډېر قدر او عزت راکړو، ماته یې ډېرې خوږې، خوږې خبرې وکړې او کله چې مې درې میاشتې په دې ځای کې پوره کیدلې، نو ما ویل که دې مور له تن نه اوس پیدا شوم کنه.))

د یادونې وړ ده د خوست په کلیوالي دکانونو کې په څرګنده د چرسو او نورو نشه يې توکو خرڅول د دې لامل شوي، چې روږدي کسان ورته په اسانۍ لاسرسۍ ولري او د روږدو کسانو ګراف پورته ولاړ شي، خو یو شمېر کتونکي په دې اند دي، چې په دې وروستیو کې سپورټ لوري ته د معتادو ځوانانو ډېرې پاملرنې له نشو څخه د دوی د راګرځولو امیدوارۍ ډېرې کړي دي.
XS
SM
MD
LG