د لاسرسي ځای

تازه خبر

فراه کې طالب وسله والو ۱۵ پولیس وژلي


د فراه چارواکي وايي په بالابولوک ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو په یوه حمله کې پنځلس پولیس وژل شوي او لس تنه ټپیان دي.


د فراه د والي ویاند عبدالرحمن ژوندي مشال راډیو ته وویل چې د لویې لارې ساتنې پر پولیسو د چارشنبې په مازدیګر په بالابولوک ولسوالۍ کې د ګزمې په مهال وسله والو طالبانو حمله وکړه.

ښاغلي ژوندي وویل په دې پیښه کې وسله والو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې خو د شمیرې په اړه یې ده څه ونه ویل.

د دې حملې مسوولیت وسله والو طالبانو منلی دی.
XS
SM
MD
LG