د لاسرسي ځای

تازه خبر

م.م د افغانستان له انتخاباتو سره پر خپلې ژمنې ټینګار وکړ


د افغانستان لپاره د ملګرو ملتو ځانګړي استازي په کابل کې د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون له مشر سره د انتخاباتو په اړه خبرې وکړې.


یان کوبیش پرون د چارشنبې په ورځ د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون له مشر احمد یوسف نورستاني سره د خبرو پر مهال د انتخاباتو د روان بهیر ستاینه وکړه، خو څرګنده یې کړه چې امنیت د عمومي انتخاباتو د ترسره کیدو لپاره مهم دی.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون ویاند نور محمد نور مشال راډیو ته د دې لیدنې کتنې په اړه وویل، چې مخکې د ملګرو ملتو پراختیایي ادارې یا یو این ډي پي ژمنه کړې وه چې تر دوه زره پنځلسم کال پورې به د افغانستان د انتخاباتو مالي او تخنیکي مرسته کوي او یان کوبیش یوځل بیا د افغانستان په انتخاباتو کې د ملګرو ملتو پر کړیو ژمنو ټینګار وکړ.

ټاکل شوې ده چې د راروان کال د وري په میاشت کې د افغانستان د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو انتخابات ترسره شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG