د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان ته د کرزي اتلسم تګ او پرمختګ


ځينې کارپوهان واييو که څه هم نوازشريف له افغانستان سره د اړيکو ښه کولو خواهش لري خو د پاکستان خارجه او پوځي تګلارې پوځ او جاسوسي ادارې کنټرولوي

واشنګټن پوسټ خبرياله له کابل رپورټ ورکوي چې له کال دوه زره دوه راهيسې دا د حامد کرزي پاکستان ته اتلسم سفر وو خو نوموړي د ترهګری ضد جګړې يا د طالبانو کنټرولو په لړ کې د بامعني همکارۍ په ترلاسه کولو کې لا تر اوسه هم پاتې راغلی دی.


د ورځپاڼي په وينا حامد کرزي د پاکستان دوه ورځني سفر پر وخت د دې هيواد له وزيراعظم سره وليدل. دواړو مشرانو پر دې خبرې وکړي چې څنګه د ترهګری ضد جګړه او د سولې پروسه په دې هیله پر مخ وړلای شي چې پاکستان به د افغان حکومت ته په ځانګړې توګه له طالبانو سره د خبرو اترو لپاره آسانتيا برابره کړي او يا به يې مرسته وکړي.

دا تمه کيدله چې حامد کرزی به د طالب مشرانو په تيره بيا دعبدالغني برادر د خلاصولو غوښتنه وکړي چې دا شان دوی په خبرو اترو کې برخه واخلي.

خو د واشنګټن پوسټ په خبره د سفر يوه ورځ نور غځولو سربيره هم نواز شريف او نورو پاکستاني چارواکو له طالبانو سره د خبرواترو د بيا پيلولو يا د طالب بنديانو د خوشې کولو په اړه هېڅ ښکاره وړانديز ونه کړ.

ورځياڼه زياتوي کله چې حامد کرزی د سه شنبې پر ورځ کابل ته ستون شو نو د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت يو نرم غوندې بيان جاري کړ چې وايي، په ښه ماحول کې په ترسره شوو خبرو کې دواړو غاړو دا هوډ تکرار کړ چې خپلمنځي اړيکي به نور ژوره وي او پراخوي. او په دې هم سلا شو چې په افغانستان کې د امن او بيا پخلايني لپاره به په ګډه کار کوي خو د ورځپاني په خبره په بيان کې د طالبانو نوم له سره اخیستل شوی نه دی.

واشنګټن پوسټ د پاکستان د بهرنيو چارو د پخوانی وزيري حنا رباني کر له يوه ټيلي ويژن سره د کړې مرکې حواله ورکوي چې نوموړې په کې ويلي ول، د حامد کرزي ځينې هېلې لکه د ملا برادر په سمدستي توګه پرېښودل بېخي د عملي کيدو نه دی.

دا شان واشنګټن پوسټ وايي، په کابل کې هم کارپوهان وايي، ځينې داسې وجې وې چې پاکستان د حامد کرزي ښه هرکلی وکړ خو په عمل کې يې څه ونه کړو.

دوی يوه وجه دا يادوي چې د حامد کرزي د ولسمشری موده په ختمېدو ده او راتلونکې کال په اپريل مياشت کې به يې پر ځای بل ولسمشر و ټاکل شي او له دې سره سره دویمه وجه د افغانستان له هند سره نږدې اړيکي دي.

ځينې کارپوهان دا فکر هم کوي چې که څه هم نوازشريف له افغانستان سره د اړيکو ښه کولو خواهش لري خو د پاکستان خارجه او پوځي تګلارې پوځ او جاسوسي ادارې کنټرولوي.
XS
SM
MD
LG