د لاسرسي ځای

تازه خبر

ميدان وردګ: ۱۷ تنه وسله وال مړه ژوبل


چارواکي وايي، د ميدان وردګو په بېلابېلو ولسواليو کې يې د طالب وسله والو پر ضد عمليات کړي دي، چې په خبره يې، ګڼو ته مرګ ژوبله اړولې.

چارواکي وايي، د ميدان وردګو په بېلابېلو ولسواليو کې يې د طالب وسله والو پر ضد عمليات کړي دي، چې په خبره يې، په دغه عملياتو کې د يوه ځانمرګي او څو قومندانانو په ګډون ديارلس تنه وسله وال نيول شوي او ټپيان شوي دي.


دوی وايي، په عملياتو کې اووه تنه نور وسله وال او د ملي اردو دوه سرتېري هم وژل شوي دي.

د ميدان وردګو سيمه ييز چارواکي وايي، چې له تېرې ورځې راهيسې د دغه ولايت په بېلابېلو ولسواليو کې د طالبانو پر ضد عمليات پيل شوي دي، چې پکې تر اوسه پورې اووه تنه وسله وال وژل شوي، درې نيول شوي او لس نور ټپيان شوي دي.

په نيول شويو او وژل شويو وسله والو کې، د طالبانو څو تنه قومندانان او يو ځانمرګی بريد کوونکی هم شامل دي.

د ميدان وردګو د والي وياند عطاالله خوګياڼی وايي، عمليات افغان ځواکونو د بهرنيو سرتېرو له مرستې پرته په خپل سر کړي دي.

دی وايي، تر عملياتو وروسته د وسله والو وسلې، چاودېدونکي توکي او د ځانمرګو يو واسکټ هم افغان سرتېرو ته ورپاتې شوي دي.

"د میدان وردګو په مرکز میدان ښار، دایمیرداد ، سیداباد ،جلریز او نرخ ولسوالیو کې له پرونه راهيسې د طالبانو پر ضد عمليات شروع شوي دي.

چې پکې د دوو قومندانانو په ګډون لس تنه وسله وال ټپيان شوي، د دريو قومندانانو په ګډون اووه تنه نور وژل شوي او د یوه پاکستاني ځانمرګي برید کوونکي په ګډون درې تنه ژوندي نیول شوي دي."

دی وايي، د عملياتو پر مهال په جلرېز ولسوالۍ کې د ملي اردو دوه تنه سرتېري هم وژل شوي او څلور نور ژوبل دي.

د ده په خبره، د جلرېز په دادل قريه سيمه کې په يو جومات کې د ماين د چاودېدو له امله، د حزب اسلامي يو قومندان وژل شوی دی.
XS
SM
MD
LG