د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوستوال:ټاکنو کې ګډون کوو،خو په نظام کې برخه غواړو


د خوست ولایت یو شمېر روڼ اندي، د ټولنیزو سازمانونو غړي او د مدني ټولنو فعالان وايي، چې خوستوال به په یو غږ په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې له هغه نوماند څخه ملاتړ کوي، چې له یوې خوا افغانستان له شته کړکیچ راوباسي او بل لوري ته د یاد ولایت علمي او اکاډمیکو شخصیتونو ته د حکومت په جوړښت رښتیني ونډه ورکړي.


د خوست ولایت یو شمېر مخور شخصیتونه، روڼ اندي، د مدني ټولنې فعالان او د ټولنیزو سازمانونو غړي وايي، چې په تېرو یوولسو کالونو کې د حکومت په جوړښت کې د خوست ولایت علمي او اکاډمیکو کدرونو، ټولنیزو شخصیتونو، سیاستوالو او روڼ اندو ته پوره ونډه نه ده ورکړل شوې او له همدې امله خوستوال مایوسه او نا هیلي شوي دي.

دوی زیاتوله چې په راتلونکې کې د ټاکنو په ګډون په ټولو ملي بهیرونو کې د خوست ولایت د خلکو ونډه په پراخیدو ده، خو د هغه واحد نوماند څخه به ملاتړ کوي، چې دوی ته د دې ولایت په تناسب د نظام په جوړښت کې ونډه ورکړي.

لیکوال او ژورنالست الحاج سخي سرور میاخېل مشال راډیو سره په خبرو کې وویل، چې د تېرو ټاکنو د پایلو څخه خلک ناخوښه دي، نو که چیرې خلک په خپل منځ کې یو لاس نه شي، حالات نور هم خرابیږي له همدې کبله ټول خلک باید واحد کاندید ته رایه ورکړي:

((راتلونکې ټاکنې دا چې وخت يې یوې نه بلې ورځې ته رانږدې کیدونکی دی، له تېرو څخه د تجاربو په ترلاسه کولو سره موږ باید داسې یو واحد کاندید ته رایه ورکړو، چې هغه واقعاً د ولسونو له پاره د درد دوا شي، تر اوسه پورې موږ د شخصي ارتباطاتو، قومي جوړښتونو یا مثلاً د تنظیمي علایقو له مخې کاندیدانو ته رایې ورکړې وې، لیکن پایلې يې ډېرې منفي او حتا داسې رامنځته شوي دي، چې د افغانستان فرد، فرد ور څخه خوښ نه دی.

په تېر وخت کې موږ ولیدل چې حتا د والي په کچه کوم څوک په نظام کې نه لرو، چې نه يې لرو له دې نه مالومیږي که چیرې متحد نه شو، یو بل ته ژمن نشو، نو فکر کوم چې زموږ حالت به نور هم خرابیږي، نو واحد کاندید ته باید ټول ژمن شي او په دې توافق وکړي، چې یو قوم نه، باید د ټول خوست خلک هغه ته رایه ورکړي.))

لیکوال او ژورنالست محمد غفور مهیدي مشال راډیو ته وویل، چې دوی هوډ لري، د یو واحد کاندید د ملاتړ له پاره د ټولو خلکو تائید او توافق ترلاسه کړي:

((په اوس وخت کې مدني ټولنې او ټولو نهضتونو دا پتیلې ده، چې دوی ډېر ژر په واحد کاندید باندې کار وکړي، ځکه د بیارغونې، د امن او ښوونې روزنې په دا ټولو برخو کې چې څومره کار شوی دی، هغه د ولس له پاره د قناعت وړ نه دی او د خوست ټولنه له دې ناراضه ده.))

د سیاسي چارو کار پوه یوسف انتظار وايي، چې خلک باید دا ځل په ټاکنو کې تیروتنې و نه کړي، بلکې یو داسې شخص ته خپلې رايې وکاروي، چې هغه هېواد له شته کړکیچ څخه یو سالم چاپیریال ته راوباسي:

((موږ چې په راتلونکې کال کې د ټاکنو په درشل کې یو، نو باید دا ځل په ټاکنو کې اشتباه ونه کړو، موږ باید په ګډه سره یو داسې کاندید پیدا کړو، مدني ټولنې، سیاسي ګوندونه، چې وطن او هېواد ته متعهد وي، د دې له پاره باید په یو واحد محور راټول شو، او زموږ نوماند باید دا ځانګړتیا ولري، چې وکولای شي، د هېواد او د خلکو د ارادې مظهر هم تمثیل کړي، او وکولای شي، چې تر یوه بریده هېواد له اوسني کړکیچ څخه یو سالم چاپیریال ته راوباسي.))

د خوست ولایتي شورا وکیل داود شاه مکین زوی وویل، په نوي حکومت کې د خوستوالو د کارنده ونډې له پاره يې د دوی په انسجام او راغونډولو پیل کړی دی:

((د خوست هغه شخصیتونه چې موږ لرو، په داسې ځایونو کې باید نصب کړای شي، چې د خوست د خلکو له پاره په ځانګړي ډول د افغانستان د ټولو خلکو له پاره د خدمت مصدر وګرځي، نو په دې راستا کې موږ په کامله مانا اتحاد او اتفاق لرو، او په دې باندې کار کوو، چې د خلکو او ولسونو هغه غوښتنې رامنسجمې کړو.))

د یادونې وړ ده د خوست ولایت د ټولنې مخکښ قشر داسې مهال د سیاسي ملاتر په شرط د نوي حکومت او د ولسمشرۍ د واحد نوماند څخه خپلې غوښتنې په ډاګه کوي، چې په دې وروستیو کې د افغانستان د راتلونکو ټاکنو او پر محدودو نوماندانو د یو ټولیز توافق له پاره یو شمېر هڅې او کوښښونه پیل شوي دي.
XS
SM
MD
LG