د لاسرسي ځای

د پښتونخوا ګرځنده عدالتونو کار پېل کړ


دا ډیره ښه خبره ده چې مسقل کار وکړي او که داسې نه وي او هسې د نمائش لپاره راغلي وي بیا خو د پیسو ضایع کول دي ځکه چې په دې خو ډیره خرچه راغلې ده


پیښور: د نړۍ د یو شمیر نورو هیوادونو په رنګ د ملګرو ملتونو د پرمختګ د اداری UNDP په مالی مرسته په خیبر پښتونخوا کی په لومړی ځل د ګرځنده عدالتونو نظام له نن سه شنبې نه خپل کار پېل کړاو په پیښور کی نن په لومړۍ ورځ د ۲۶ مقدمو اورونه وکړل شوه


په دی مهال د موبائیل عدالتونو یو جج سید فضل ودود مشال ریډیو ته وویل((تر ټولو لویه فائده د دې داده چې ولس ته انصاف په کور ورسول شي او خلکو ته اسان غیر رسمي او ارزان انصاف میلاؤ شي او دا یواځنئ طریقه ده. د دې طریقه کار د ثالثۍ پر بنیاد دی چې پښتو کی ورته موږ جوړ جاړی وایو، نو دا د روغو جوړو په بنیاد یو جوړ شوی نظام دی))

شیر بهادر نومی یو تن چې د پیښور په پي ډي ای د خپل یو دکان د مقدمی په لړ کې دې موبائیل عدالت ته راغلی وو. مشال ریډیو ته یې وویل د خپلی مقدمې او د دې ګرځنده عدالت په اړه وویل:((دې پي ډي اې کې دکان لرم، په دې روژه کې زما په دکان کې د پي ډې اې کې کار کوونکې یو د جائیداد واله سره زما په دکان کی ناست یو نايي لانجه کړې وه او بیا دواړو په یو بل په تانه کې راپورونه کړي ول نو بس په دغه مقدمه کې راغلی یو، کچېری د موبائیل عدالت دا ګاړی په اونۍ یا په میاشت کی راځي نو ډیره ښه خبره ده او که داسې نه وي او نن هسې د نمائش لپاره راغلي وي نو بیا خو د پیسو ضایع کول دي ځکه چې په دې خو ډیره خرچه راغلې ده))

بلخوا ته د پولیسو لخوا په ډیرو وړو وړو خبرو نیول شوي کسان هم دي عدالت ته راوستل شوي ول چې تیر ماښام د آواره ګردۍ په تورونو نیول شوی وو-

خو بلی خوا ته ددی موبائیل عدالت قاضی سید فضل ودود مشال ریډیو ته وویل چې نن ددی رقم ګرځنده عدالتی نظام لومړئ ورځ وه او ورو ورو به په دی کی نور ښه والی راوستلی کیږی چې په ښه توګه د ولس خدمت اوکړی شی((دا زموږ د تجربی کولو یوه پروجه ده او دال محال یواځی په پیشور کی کار کوی او روستو به دا ټولی صوبی ته موږ غزوو، ځه ددی وړاندی فلپائن هیواد ته تلی ووم او هغلته کی موږ دا نظام کتلی دی ، کچېری موږ کوشش وکړو او دا نظام موږ دلته اختیار کړو او د خپل د کلتور په قالب کی ی راولو نو دا به موږ ته ډیری لاس ته راوړنی راکړی، په دی کی موږ سره د ملګرو ملتونو د پرمختګ اداری ډیره مرسته وکړه او دا زموږ د پیښور هائی کورټ د مشر جج دوست محمد خان یو فکر وو چې عملی جامه ورته ور واغوستولی شوه))

د یادونی وړ ده چې د نړئ د یو شمیر نورو هیوادونو په رنګ په پاکستان هم د ګرځنده عدالتونو نظام د ملګرو ملتونو د پرمختګ د اداری یو این ډی پی په مرسته د پیښور نه پیل کړی شو او د ججانو په وینا د ګرځنده عدالتونو دا نظام به د صوبی نورو برخو ته هم غزولی کیږی-
XS
SM
MD
LG