د خيبر پښتونخوا په سوات کې د سیدو شریف انتظامییه وايي، په سیمه کې د ډينګي مریضانو شمېره له ۵۰۰ اوښتې ده.
دمشال ریډیو خبریال وايي، د سوات د دغه ناروغانو پوښتنې ته تېره ورځ د خيبر پښتونخوا وزير اعلا پروېز خټک، د تحريک انصاف مشر عمران خان او د صوبې د صحت وزیر شوکت یوسفزی ورغلی وو.
په هسپتالونو کې د ناروغانو په خبره دوی ته هېڅ سهولتونه نه دي ورکړل شوی.
هسپتال ته د دورې په وخت شوکت یوسفزي وویل چې دوی دمګړۍ په بېړنۍ توګه هسپتال ته څلور کروړه روپۍ ته ورکړې دي او نور کوششونه هم کوي.