د لاسرسي ځای

تازه خبر

بغلان: پولیسو ۲۰۰ کیلوګرامه تاریاک ونیول



د بغلان د امنیې قومندانۍ د امنیت امر محمد صادق مرادي نن پر سه شنه خبریالانو ته وویل چي دا مواد په یوه کرولا موټر کي اېښودل شوي ول او د بغلان په دهېسلا ولسوالۍ کي ونیول شول.

نوموړي وویل چي د پولیسو سره په نښته کې ددې موادو یو قاچاق وړونکی وژل شوي او بل یې نیول شوی.

د بغلان پولیس وايي چي په تیرو پنځو میاشتو کي یې څه کم درې سوه کیلوګرامه تاریاک او په سلګونو کیلوګرامه نور نشه يي توکي نیولي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG