د لاسرسي ځای

تازه خبر

"په شام کې به له زهر شیندونکو سره حساب کېږي"


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري

د روس د بهرنیو چارو وزیر سرګې لاوروف وویل د ملګرو ملتونو د سلامتي کونسل د قرارداد بغېر کاروايي به د نړیوال قانون سرغړونه وي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وايي، له هغو کسانو سره باید حساب وشي چې په شام کې یې کېمیاوي وسله کارولې.


جان کیري وویل، په شام کې کېمیاوي وسله کارول شوې ده او د شواهدو د ضایع کولو لپاره ېې د بشار الاسد حکومت تورن کړ.

هغه وویل ولسمشر براک اوباما د اېتلافیانو او د امریکا پارلیمان غړیو سره مشوره کوي او د ۲۱م اګست د برید په وړاندې د کاروايي د فیصلې په اړه به پوره معلومات څرګند کړي.
نوموړي وویل :

هېڅ غلطي مه کوئ، ولسمشر براک اوباما په دې باور دی، له هغو کسانو سره چې د نړۍ تر ټولو بده وسله یې د نړۍ د ډیرو زیانمنو شویو خلکو خلاف کارولې ده، باید حساب وشي.

وړاندې د روس د بهرنیو چارو وزیر سرګې لاوروف وویل د ملګرو ملتونو د سلامتي کونسل د قرارداد بغېر کاروايي به د نړیوال قانون سرغړونه وي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر له دې څرګندونو مخکې د ملګرو ملتونو د وسلو څیړونکو په دمشق کې هغه سیمه وکتله چې ویل کیږي تیره اونۍ په کې کیماوي وسله کارول شوې وې.

راپورونو له مخې دوي د یو شمېر خلکو سره خبرې کړي دي او د ویني نمونې یې اخیستې دي.

د ملګرو ملتونو څیړونکو د دمشق پر یوه سړک د کېمیاوي وسلې له یوه ټپی تن څخه د ممکنه زهرجنو موادو نمونې راټولې
د ملګرو ملتونو څیړونکو د دمشق پر یوه سړک د کېمیاوي وسلې له یوه ټپی تن څخه د ممکنه زهرجنو موادو نمونې راټولې
د پېښې ځای ته تر رسیدو مخکې د همدې څیړونکو یو موټرد مشق پر یو سړک د پرلپسې ډزو لاندې راغی او له منځه ولاړ.

د ملګرو ملتونو څیړونکو بالاخره د دمشق په یوه سړک د کېمیاوي وسلې د کارولو د احتمال په اړه څیړنې ترسره کړې.

د هغو څلورو سیمو څخه یوه چې ویل کیږي کیمیاوي زهرجن ګاز په کې ډیر کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده د دمشق د ښار محدمیه واټ دی.

د ملګرو ملتونو څیړونکو په همدې واټ کې له خلکو او عیني شاهدانو سره خبرې کړې دي او د قربانیانو د وینې نمونې یې اخیستي دې.

تر دې مخکې د دمشق په ښار کې د ملګرو ملتونو د څیړنکو پر یو موټر ډزې وشوې چې په کې موټر ویجاړ شو خو سپرلیو ته یې زیان نه دی اوښتی.

سره له دې چې؛ د دې څیړونکو یو موټر ویجاړ شو، خو دوي د ملګرو ملتونو دفتر ته له ستنیدو وروسته د یو بل موټر په وسیله سیمې ته ورغلل.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي بانکي مون د دې سازمان د څیړونکو پر موټر د ډزو په اړه اندېښنه ښودلې ده خو ویلي یې دي چې د ډیر زیات خطر سربیره هم څیړونکې ټیم خپلې څیړنې ترسره کړي دي:

"هغوي دوه روغتونونه کتلې دي او د عیني شاهدانو، له برید څخه د ژوندي پاتې شوې کسانو او ډاکترانو سره یې خبرې کړي دي.

دوي ځینې نمونې راټولې کړې، هغوي اوس بیرته دمشق ته ستنیږي او زه باید یو څه زیات منتظر شم چې د څیړونکې ډلې د مشر ډاکتر سیلستروم نظر واخلم."


د تیرې چارشنبې په ورځ راپورونه خپاره شول چې د سوریې امنیتي ځواکونو د دمشق په ښار کې له ذهرجن ګاز او کیماوي وسلې کاراخیستی چې په نتیجه کې یې له درې سوو زیات کسان وژل شوې دي.

د سوریې حکومت دا ټول راپورونه رد کړي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG