د شمالي وزیرستان رزمک د مېلو او اتڼونو ځای
د رزمک ښکلې غرونه او ځنګلونه په اخترونو کې د مېلو او اتڼونو په یوه لوی مرکز اوښتي دي. د مشالي وزیرستان د نورو برخو په پرتله په دغه سیمه کې امنیت تر ډېره ښه دی. ځکه خو په اخترونو کې ګڼ خلک خپلې مېلې او خوشالیانې په رزمک کې لمانځي. د مشال راډیو خبریال عمردراز وزیر یې ویډیو یې راپور جوړ کړی.