د لاسرسي ځای

د تندر قول اردو عملیاتو کې اته وسلوال ووژل شول


د تندر قول اردو په عملیاتو کې چې په تېرو څلریشتو ساعتونو کې د غزني، میدان وردکو او لوګر ولایتونو په مربوطاتو کې تر سره شوي، په کې اته تنه وسلوال وژل شوي دي.


د تندر قول اردو څخه مشال راډیو ته په رسیدلې خبرپاڼه کې راغلي، چې څلور وسلوال د غزني د زنخان ولسوالۍ په لوله سیمه کې د ملي اردو په توپچي ډزو کې وژل شوي، همدارنګه د میدان وردکو په نرخ ولسوالۍ کې د ملي اردو د خاصو ځواکونو په عملیاتو کې د ظاهر په نوم د یو طالب قوماندان په ګډون دوه تنه وژل شوي دي.

خبر پاڼه زیاتوي، چې د لوګر ولایت د برکي برک ولسوالۍ په حضر ښارګوټي کې دوه تنه وسلوال د ملي اردو په ځوابیه ډزو کې هغه مهال ووژل شول، چې دوی په سیمه کې پر یادو ځواکونو وسلوال برید وکړ.

په خبرپاڼه کې د یو شمېر سپکو وسلو د نیونې او د لارو په اوږدو کې د ځای پر ځای شویو ماینونو د شنډولو یادونه هم شوې ده.

بلخوا طالب ویاند هم د غزني په زنخان او د لوګر په برکي برک ولسوالیو کې په افغان او ائتلافي ځواکونو د بمي چاودنو ادعا کړې او ویلي يې دي، چې په دې چاودنو کې يې یو شمیر افغان او بهرنیو سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د یادونې وړ ده تندر قول اردو پنځه ورځې مخکې هم د دوی د ځواکونو له خوا په غزني او میدان وردکو ولایتونو کې د اتلسو وسلوالو د وژل کیدو او ۷ نورو د ټپي کیدو خبر ورکړی وو.
XS
SM
MD
LG