د لاسرسي ځای

تازه خبر

" له امریکا سره تړون لاسلیک کولو کې بیړه نه کوو"


د افغانستان ولسمشر حامد کرزی
د افغانستان ولسمشر حامد کرزی

ولسمشر کرزي ویلي ول، که د امریکا تړون له اوسني افغان حکومت سره لاس ليک نه شي، د افغانستان راتلونکی ولسمشر کولای شي په دغه اړه يوه پرېکړه وکړي.

رويټرز خبري اژانس په خپل يو راپور کې د افغان ولسمشر حامد کرزي په حواله ويلي چې له امريکا سره د امنيتي تړون په لاس ليک کولو کې کومې بيړې کولو ته اړتيا نشته.


د يادې لوظنامې په ترڅ کې د افغانستان او امريکا حکومتونه غواړي له ۲۰۱۴ م کال وروسته په افغانستان کې د پاتې کېدونکيو امريکايي ځواکونو د شمېر په اړه يوې وروستۍ پرېکړې ته ورسېږي.

په راپور کې ويل شوي، ناټو په پام کې لري چې له ۲۰۱۴ م کال وروسته په افغانستان کې ځواکونه ولري چې د افغان امنيتي سرتېرو د تربيې او روزنې چارې به پر مخ وړي.

ناټو او امريکا البته تر دې مهاله د دغو ځواکونو دقيق شمېر نه دی په ډاګه کړی.

امريکا پر افغانستان فشار راوړی دی چې په دغه هېواد کې د پاتې کېدونکيو بهرنيو ځواکونو د شمېر او ورسره تړليو نورو موضوعاتو په اړه حتمي پرېکړو ته د رسېدو له پاره امنيتي تړون ورسره لاس ليک کړي.

امريکايي چارواکو ويلي، غواړي چې دغه لوظنامه د راتلونکې اکتوبر مياشتې پورې لاس ليک شي، چې د دغې مسالې سيوری د افغانستان د ولسمشرۍ پر راتلونکيو انتخاباتو پرې نه ووځي.

د اژانس په راپور کې د افغان ولسمشر حامد کرزي خبره راخيستل شوې چې د تېرې شنبې پر ورځ يې په کابل کې خبريالانو ته وويل، که څه هم امريکايان د امنيتي تړون په لاس ليک کولو کې تادي کول غواړي، خو موږ داسې کومه بيړه نه احساسوو.

نوموړي زياته کړه، که ياد سند له اوسني افغان حکومت سره لاس ليک نه شي، د افغانستان راتلونکی ولسمشر کولای شي په دغه اړه يوه پرېکړه وکړي.

راپور زياتوي، په ۲۰۱۱ م کال کې د امريکا او عراق تر مينځ د امنيتي تړون نه لاس ليک کيدل د دې لامل شول چې امريکا له دغه هېواده خپل ټول ځواکونه وباسي.

د امريکا په دفاع وزارت کې يوه لوړ پوړي چارواکي تېره مياشت ويلي ول چې که له افغانستان سره يې امنيتي لوظنامه لاس ليک نه شي نو د ۲۰۱۴ م کال په پای کې له دغه هېواده د ټولو امريکايي سرتېرو د اېستلو پر انتخاب غور کېدلای شي.

په افغانستان کې د امريکايي او ناټو ځواکونو مشر قومندان جنرال جوزيف ډانفورډ بيا رويټرز اژانس ته په يوه مرکه کې ويلي چې له افغان ولسمشر او د افغانستان د ولسي جرګې او ولايتي شوراګانو غړيو سره يې د امنيتي تړون په اړه خبرې کړي او د لاس ليک کېدو له امله يې هيله من دی.

افغان ولسمشر له امريکا سره پر امنيتي تړون پيل شوې خبرې په تېره جون مياشت کې تر هغه وروسته وځنډولې چې طالبانو د قطر پر خپل دفتر د اسلامي امارت بيرغ وځاړوه.
XS
SM
MD
LG