د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ: فرقه ایزه نښتو کې ۱۳ تنه ووژل شول


پولیس وایي په وژل شویو کسانو کې درې کسان د ایم کیو ایم ډلې ، دوه د جماعت اسلامي ګوند غړي او یو د سني تحریک ډلې سېمه ایز مشر هم شامل دی.

د پاکستان په لوی صنعتي و کاروباري ښار کراچۍ د تشدد پېښو زور نیولی دی. پولیس وایي په تازه پېښو کې د اهل سنت والجماعت یا سپاه صحابه ډلې د رهنما په ګډون د یو شمیر نورو ګوندونو غړي او غیر سیاسي کسان په نښه شوي دي.


پولیس چارواکي زیاتوي لمړنۍ پېښه د سفاري پارک سره نزدې د اتوار په ماښام هغه مهال مخې ته راغله کله چې نامالومه وسله والو د مولانا اکبر سعید پر ګاړي ډزې وکړې چې له امله یې په ګاړي کې ناست مولانا اکبر سعید سخت ژوبل شو، او وروسته یې په هسپتال کې ساه ورکړه.

مولانا اکبر سعید دناقانونه ګرځول شوې ډلې سپاه صحابه یا اهل سنت والجماعت د کراچۍ ویاند و. د یادې ډلې د کراچۍ مشر او مرکزي ترجمان مولانا اورنګزیب فاروقي تېره شپه له مشال ریډیو سره په خبرو کې ویلي د تېرې اوږدې مودې راهسې په ټول پاکستان کې د دوی د ډلې غړو او مشرانو د وژنې لړۍ تېزه شوې ده.

نوموړي د کومې ډلې نوم له اخیستو پرته په ایران تورو ولګوه چې ددغې هیواد په مرسته په پاکستان کې ددوي د ګوند غړي په نښه کیږي.

د هغه په خبره دکورنیو چارو مرکزي وزیر د سند صوبایي حکومت ته ددې مخکې د اهل سنت والجماعت ډلې غړو او مشرانو ته د سیکورټۍ په اړه ویلي و خو سند حکومت ورته هیڅ سکیورټي نه وه ورکړې.

د یادې پيښې وروسته نامالومه وسله والو د کراچۍ په سټیدیم روډ،ابوالحسن اصفحاني سړک ،سهراب ګوټ،شافیصل کالونۍ او یو شمیر نورو سېمو کې هوایي ډزې شورو کړې او سړکونه یې د ټریفک پرمخ وتړل.

د مولانا اورنګزیب فاروقي په خبره د وژل شوي مولانا اکبر سعید مړی به د هغه په پلرني ټاټوبي مهمندو ایجنسۍ کې خاورو ته وسپارل شي.

یاده دې وي ددې نه مخکې هم په کراچۍ کې د اهل سنت والجماعت ډلې یو شمیر چارواکي وژل شوي دي . یاده ډله ددې تورونه په شیعه مسلکه ډلو لګوي خو شیعه مسلکه ډلې بیا تل دغه تورونه رد کړي دي.

بلې خوا ته د ښار په نورو برخو کې هم پرون ورځ او تېره شپه د تشدد نورې پېښې رامنځته شوي دي چې د ژغورنې د ادارو په وینا په دغو پېښو کې په تېر یو شواروز کې ۱۳ کسان وژل شوي دي.

پولیس وایي په وژل شویو کسانو کې درې کسان د ایم کیو ایم ډلې ، دوه د جماعت اسلامي ګوند غړي او یو د سني تحریک ډلې سېمه ایز مشر هم شامل دی.

د یادولو وړ ده چې په کراچۍ ښار کې د تېرې اوږدې مودې راهسې د تشدد پېښې روانې دي چې زیاتره یې فرقه ایزې،ژبنۍ اوسیاسي بڼې لري.
XS
SM
MD
LG