د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان وژنې: واک له امنیتي ادارو سره دی، جمالدیني


پراګ - د اګست په ۲۲مه نېټه د بشري حقونو څار نړیوالې ادارې هیومن رایټس واچ د پاکستان وزیراعظم میا نوازشرف او د هغه حکومت ته په دغه هیواد کې د بشرې حقونو د خرابې وضعې په اړه پر ۱۰ نکاتو مشتملې سپارښتنې استولې دي.


په دغو کې لومړۍ فرقه ییزې حملې دي. چې په کې ویل شوي، د روان کال د جنورۍ له میاشت راهیسې په پاکستان کې ۳۰۰ شیعه مسلمانان وژل شوي دي چې زیاتره شمېر یې په بلوچستان کې د وژل شویو دی.

په بلوچستان کې د روان کال په لومړیو دوو میاشتو کې د وسله والې ډلې لشکر جنګوي په حملو کې د هزاره ټولنې په لسګونه خلک ووژل شول.

د هیومن رایټس واچ له خوا په دغه لیک کې دا هم ویل شوي، باید حکومت د داسې پېښو د مخنیوي له پاره کوټلې پالیسي ولري.

د هیومن رايټس واچ دا خط وايي، په ۲۰۱۲ او روان یانې ۲۰۱۳ز کال کې د بلوڅانو بیلتون غوښتونکو ډلو له خوا هم په دغه صوبه کې په مېشتو نورو ډلو وسله وال بریدونه زیات شوي دي.

په دې کې راغلي، باید حکومت له امنیتي او استخباراتي ادارو سره په رسمي توګه د داسې وسله والو ډلو خلاف د ګامونو له پاره پالیسي جوړه کړي، چې د دغه صوبې د امن له پاره د خطر سبب جوړېږي.

خو بله خوا د دغه صوبې واکمن بلوچستان نیشنل ګوند مرستیال مشر ډاکټر جهانزیب جمالدیني وايي، دوی غواړي د خپلې صوبې مسله هواره کړي خو ټول اختیار له امنیتي او استخباراتي ادارو سره دی:

((اوس نوبت دې ته راغلې چې څه وسله والې ډلې د ریاست په کنټرول کې دي، او څه نه دي، لکه تحریک طالبان پاکستان خو ځان بیل ګڼي، خو ځینې وسله والې ډلې د ریاست په کنټرول کې دي، موږ ته خو داسې ښکاري، خو د هغوی استعمال داسې روان دی، د ملک د جمهوري ادارو او هغه خلکو چې د جمهوري او بشري حقونو له پاره کار کوي، خلاف یې استعمال کړي، دلته که نوی حکومت وي، او که زوړ ، په ظاهره خو واکمن ښکاري، خو په اصل کې دوی اختیار نه لري، نه څوک نیولی شي، نه څوک جیل ته کولی شي، او نه سزا ورکولی شي.))

د پاکستان د بشري حقونو د ادارې ایچ ار سي پي مشره زهره یوسف بیا وايي ، په بلوچستان کې د خلکو ورکېدل، او بیا د هغوې په بوریو (بوجیو یا ګونیو) کې بند مړې موندل کیدل یوه د زیاتې اندیښنې وړ خبره ده:

((بلوچستان ډېرې مسلې لري او د لا درکه خلکو مسله تر ټولو مهمه ده. او په دې کې یوه نوې خبره اوس دا ده، له بلوچستانه خلک اوچتول کېږي، او مړي یې په کراچۍ کې غورځول کېږي، لکه څنګه چې په دې وروستیو کې عبدالزاق بلوچ وو، په هغه خو یې دومره تشدد کړی وو، چې کورنۍ یې مړی هم ډېر په ګرانه وپېژانده. نو دا ډېره د اندېښنې وړ خبره ده، او د لادرکه خلکو په مسله کې څه کمی نه دی راغلی.))

د هیومن رایټس واچ د پاکستان حکومت ته په دغه لسو نکاتو کې د مذهبي لږکیو او د ښځو د حقونو نه خوندي کول، د ترهګر حملو د مخنیوي، په مشکوکو وسله والو د امنیتې ادارو له خوا تشدد، د میډیا ازادي یقینې کول، د بشرې حقونو د وزارت بیا پرځای کول، د بشرې حقونو کمیشن جوړول او د مرګ سزا ختمول هم شامل دي.
XS
SM
MD
LG