د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان له خپلو زندانونو هندي کب نیونکي خوشې کړي دي


سرچینه: رویټرز خبري اژانس
ژباړه: هارون باچا


د رویټرز خبري اژانس په يوه رپورټ کې راغلي، پاکستان د شنبې پر ورځ د دغه هېواد له جيلونو ۳۳۷ هندي قيديان، چې زياتره يې کب نيونکي تنان دي، خوشي کړل.

د رپورټ له مخې، د پاکستان دا اقدام د هغو هڅو ښکارندوی دی چې غواړي په ترځ کې يې له هند سره خپلې پېچلې اړيکې بيرته ورغوي.


خو رپورټ کاږي، په دغه لړ کې د پاکستان د ولسي حکومت هڅې په داسې حال کې کېږي چې په کشمير کې د کنټرول پر کرښه د پاکستاني او هندي پوځي ځواکونو ترمينځ د روانې مياشت له نښتو وروسته اړیکي ټکني شوي دي.

په رپورټ کې ويل شوي، که څه هم د پاکستان وزيراعظم نواز شريف په دې اند دی چې د دې هېواد د اقتصادي ودې له پاره بايد له هند سره اړيکي ښې کړل شي، خو د پاکستان پوځ يې ښايي دغسې کولو ته پرېنږدي.

رپورټ کاږي، د پاکستان پوځ حتی د دې هېواد د ولسي حکومتونو له پاره هم د بهرنيو اړيکو او امنيت په برخو کې لومړيتوبونه ټاکي.

د رویټرز په رپورټ کې د پاکستان له قيده د خوشي شوي ۱۷ کالن هندي کب نيونکي خبرې راخيستل شوي چې ويلي يې دي، په تېرو وختونو کې د اوسني پاکستان او هند وګړو په يوه هېواد کې ژوند کولو. دوی يو له بل سره بايد د وروڼو هېوادونو په څېر واوسېږي.

يو بل ۳۰ کالن خوشي شوي هندي کب نيونکي بيا اژانس ته ويلي چې دواړه هېوادونه بايد د کب نيونکيو تنانو د نه نيولو يوه لوظنامه لاس ليک کړي، چې دغه اقدام به د دوی د اړيکو په ښه کولو کې مرسته وکړي.

اژانس د هند د بهرنيو چارو د وزارت د يوه وياند خبره هم راخيستې چې ويلي يې دي، د دې هېواد حکومت د پاکستاني قيديانو د خوشي کولو متقابل اقدام په پام کې نه دی نيولای.

په رپورټ کې وړاندې راغلي، تمه کېږي چې پاکستانی وزيراعظم راتلونکې مياشت په نيويارک کې د ملګرو ملتونو د يوې غونډې پر مهال له خپل هندي سيال سره وويني.

د رپورټ په پای کې زیاته شوې، پاکستان او هند، له ۱۹۴۷ م کال راهيسې، چې له برتانيا يې ازادي تر لاسه کړه، په خپلو کې درې جنګونه کړي، چې ورڅخه دوه د مسلمانانو د ګڼ مېشتې سيمې کشمير پر سر وو.
XS
SM
MD
LG