د لاسرسي ځای

جلال اباد - د افغانستان په خيتځ کې د پوليو په ضد ماشومانو ته د واکسينو د څاڅکو ورکولو درې ورځنې کمپاين د اتوار په ورځ پيل شو. په دې کمپاين کې به څه د پاسه اته لکه هغه ماشومانو ته د پوليو د مخنيوي په غرض د واکسينو څاڅکې ورکول کېږي.


د پوليو په ضد د واکيسنو دغه درې ورځينی کمپاين د ننګرهار د عامې روغتيا رياست مرستيالې ډاکټر مقدسې معصوم يوه ماشوم ته د واکسينو د دوه څاڅکو په ورکولو سره پيل کړ.

نوموړې وويل چې د واکيسنو په دې درې ورځينې کمپاين کې به څه د پاسه اته لکه ماشومانو ته د پوليو يا ګوزڼ د مخنيوي په خاطر دوه دوه څاڅکې واکسين ورکول کېږي.

(( په دې رونډ کې پلان لرو چې ۸۵۳۰۸۰ تنو ماشومانو ته د پوليو په ضد څاڅکې تطبيق کړو او تر څنګ يې ۶۰۳۳۰۰ تنو ماشومانو ته چې عمرونه به يې له دوه کلونو تر پينځو کلونو پورې دی، دوی ته به د چينجيو ګولۍ هم ورکول کېږي چې د کم خونۍ نه بچ پاتې شي. د نورو همسايه ( ګاونډي) ملکونو په نسبت په افغانستان کې د پوليو پيښې کمې ليدل کېږي چې په روان ميلادي کال کې څلور واقعي ليدل شوي چې متاسفانه ټولې يې په شرقي حوزه کې دي، چې دوه يې په ننګرهار او دوه يې په کونړ ولايت کې دي.))

د ننګرهار ولايت مرستيال محمد حنيف ګرديوال په ولسونو غږ وکړ چې د واکسينو په تطبيق دې کې د رضاکارو ټيمونو سره مرسته وکړي.

((زما د خپلو ولسوال صاحبانو او قوماندان صاحبانو څخه او د سپين ږيرو او علماء کرامو څخه مې هيله دا ده چې په دې برخه کې کاملاً همکاري وکړي. خلکو ته عامه پوهاوی ورکړي چې دغه واکيسن ضرور دي او بايد ټول له دغو واکسينو څخه مستفيد شي. تر څو زموږ ګلالي ماشومان چې راتلونکی افغانستان به د دوی په لاس کې وي، بايد دا ټول له دغو مرضونو څخه بچ پاتې شي.))

د ننګرهار د ښځو چارو رياست مشره انيسې عمراني وويل چې دوی په ولسواليو کې له پخوانه د عامه پوهاوي ټيمونه ګمارلي چې د واکسينو په کمپاين کې هم خلکو ته تبليغات کوي.

((د ښځو رياست د خپلو دندو په لرلو سره هاغه شوراګانې چې په ولسواليو کې لري، کمپاينونه لري کوم ورکشاپونه لري، د دې له لارې يې خپلو کورنيو ته رسولي دي چې د پينځه کلن ماشوم پورې دغه واکسين تطبيق کړي.))

د ننګرهار د حج او اوقافو رياست د نشراتو امر عتيق الرحمن فضلي په علماو کرامو او د مدريسينو غږ وکړ چې د په ولسونو کې خلکو ته پوهاوي ورکړي چې ماشومان يې له واکسين څخه محروم نه شي.

((زه له ټولو هغو علماء کرامو څخه چې په مساجدو کې امامان دي، په مکاتبو کې معليمن دي، په مداريسو کې مدريسين دي، هغوی ته عرض کوم چې د مساجدو له لارې دي اعلانات وکړي او خلکو په دې پوه کړي چې که په غرونو کې دي او که په ولسواليو کې دي يا په اطرافو کې دي، له ټولو څخه دا خواهش کوم چې عامه پوهاوي وکړي او خلکو ته د دې اجازه ورکړي چې ماشومان واکسين کړي.))

د ننګرهار ولايت د روغتيا چارواکي وايي چې د ۲۰۱۳ کال کې په ټول افغانستان کې د کوزڼ څلور پيښې ثبت شوی خو زياتوي چې دا ځل به د ننګرهار په ټولو ولسواليو کې د پوليو په ضد د واکسين څاڅکې تطبيقېږي خو په نورستان او کونړ ولايتونو کې به دوه ويشت زره ماشومان د بد امنۍ له وجې د واکسينو له څاڅکو محروم شي.
XS
SM
MD
LG