د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا و برتانیا د کیمیاوي وسلو کارونې اندېښمن کړي دي


واشنګټن / لندن - د امریکا ولسمشر باراک اوباما او د برتانیا وزیراعظم ډیوډ کېمرون وايي، په شام کې د حکومت له خوا د ولسي خلکو خلاف د کیمیاوي وسلو د استعمال د الزامونو په اړه ډېراندېښمن دي او په دې لړ کې پر ممکنه ردعمل غور کوي.


اوباما د شنبې پر ورځ له خپلو جګ پوړو سلاکارانو سره لیدلي او له کېمرون سره یې هم د ټیلیفون له لارې خبرې اترې وکړې.

د برتانیا له خوا جاري کړل شوې یو بیان وايي، داسې یو شمېر نښې څرګندې شوي چې ښايي د تېرې شورو پر ورځ د شامي رژیم ځواکونو پر عامو خلکو په لویه پیمانه د کیمیاوي وسلو حمله کړې ده.

هلته د بې پولې ډاکټرانو په نوم د یوې نړیوالې خیریه ادارې مشر میګو تیرزېن د دمشق په خوا شا کې د هسپتالونو د رپوټونو په بنیاد وايي، دوی دا ویلای شي چې د درو ساعتونو دننه ګڼ شمېر کسان ورته وروستل شوي ول چې د کیمیاوي وسلو حمله ورباندې شوې وه.

تیرزېن وايي، دا وړه خبره نه ده. دی وايي، ۱۰۰ فیصده په یقین وايي چې پر دې خلکو د کیمیايي وسلو حمله شوې وه.

دی زیاتوي، البته د دې پخلی نه شي کولای چې دا حمله حکومتي ځواکونو کړې وه او که یاغیانو.
امریکا ویلي دوی له خپل طرفه د پېښې پلټنې کوي.

بل پلو شامي رژیم د کیمیاوي وسلو د کارونې تورونه ردوي او وايي، دا کار یاغیانو کړی دی.

د رپورټونو تر مخې د کیمیاوي وسلو په دې حمله کې ۳۵۵ کسان وژل شوي دي او د ۳۶۰۰ ځپلو شویو کسانو درملنه شوې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG