د لاسرسي ځای

تازه خبر

د باچا خان مزار رغاونې له پاره ځوانانو اشر کړی دی


جلال اباد - له تېرو څو ورځو راهيسې د ننګرهار په مرکز جلال اباد کې د عدم تشدد د فلسفې منونکي او له بنسټ ایښودونکو څخه یو،خان عبدالغفار خان باچا خان پر مزار تر څه مودې ځنډه وروسته د ګنبد د جوړېدو چارې بيا پيل شوي او په تېزۍ سره رواني دي. د چارو مسوولين وايي چې دا ځل به د روان کال تر پايه پورې په مزار د ګنبد او تر څنګ يې د جومات، کتابتون او باچاخان موزيم چارې بشپړې شي.


د باچا خان په مزار د ګبند د جوړېدو چارې چې څه موده وړاندې د افغانستان د دولت په همکارۍ او د عوامي نیشل ګوند په مالي لګښت پيل شوې وې، تر څو مياشتيني ځنډ وروسته يو ځل بيا پيل شوي او په چټکۍ سره رواني دي.

سره له دې چې دا ځل د مزار د جوړېدو په خاطر ګڼ شمېر مزدوران په کار ګمارل شوي خو په ننګرهار کې د ځينو مدني او فرهنګي ټولنو ګڼ شمېر غړو د مزار د جوړېدو په کار کې د اشر په توګه برخه واخيستله.

په دغو ټولنو کې يو هم د ((ځوانان په عمل کې)) ټولنه وه چې د ننګرهار ځوانان يې د د انټرنيټي ټولنيزې پاڼې فيسبوک له لارې اشر ته وربللي ول.

د دغه ټولنې مرستيال حمد الله ارباب وايي: دوی هڅه کوي چې د باچا خان د عدم تشدد فلسفه د اشر، سپورټ او ښکلو هنرونو له لارې په ولس کې عامه کړي.

((د بابا دا فلسفه وه چې رضارکاري، د يو بل لاسنيوي او د اشر دغه کلتور چې له بده مرغه زموږ په ټولنه کې په تېرو څو لسيزو کې له منځه تللی دی، دغه به بيرته راژوندی شي، دلته به خلک بالخصوص ځوانان د مختلفو نهادونو څخه راځي او دلته به په دې کار کې برخه اخلي. په دې برخه کې زموږ ټولنه د دغه فکر د خپرولو له پاره د مختلفو لارو نه، د رسنيو، سپورټ او ښکليو هنرونو سره د ولسونو منځته ځو تر څو هغوی ته دغه پيغام ورسوو.))

د ننګرهار د اطلاعات او فرهنګ ریيس اورنګ صميم چې په اشر کې يې برخه اخيسته وه، د باچا خان باغ ته څيرمه واټ يې د باچا خان له نامه سر ونوماوه.

((د باچا خان کورته مخامخ چې کوم واټ موږ لرو، دا تر اوسه پورې بې نومه دی. دا لاره چې ده د کوزې پښتونخوا په لور تللې ده، د کابل په لور تللې ده. دا په اصطلاح د ټول پښتون قوم که هغه لر دی او که بر دی، د توسل يوه نقطه ده. نو دغه د پښتنو توسل چې د باچا خان ارمان و، د دغه ارمان د پوره کېدو په خاطر به موږ دغه نقطه د باچاخان د واټ په نوم ياد کړو.))

د باچا خان د مزار د پروژې انجینر عارف الله وايي چې په مزار کې دومره سيمټ او اوسپنه کارول کېږي چې تر ۵۰۰ کالونو به زيات عمر ولري.

((يو چت دا دې زموږ شروع دی او په راروانو دوه دريو ورځو کې به انشا الله تکميل ته ورسېږي. ورپسې په شپږ فټو کې موږ سره بل چت دی، ورپسې بيا پینځه ګنبدونه دي. د دې چې کوم ډيزاين جوړ شوی، په لاهور کې جوړ شوی دی، د انجينیرېنګ د اصولو مطابق جوړ شوی دی. سيخ، کنکريټ، باقاعده د انجينیرېنګ اصولو مطابق د ۵۰۰ کالو ګارنټي ده خو انشا الله دا [وداني] به ۱۰۰۰ کالو پورې ولاړه وي په دې کې به څه داسې مسله نه راځي.))

د باچا خان د مزار د پرژوې څارونکی ارباب طاهر وايي چې دا ځل يې په داسې هوډ سره کار پيل کړی چې د روان ميلادي کال تر پايه پورې به په مزار د ګنبد، جومات او کتابتون چارې بشړي کړي.
(( د اسفند يار ولي خان صيب او د افغانستان د دولت حامد کرزي صيب په همکارۍ او رابطه باندې چې کوم کار شروع دی هغه تاسو هم وينئ کوشش زموږ دغه دی چې په دې کال کې دننه دننه به د تکميل يوي مرحلې ته ورسوو. او د مزار، د جومات او د بابا د کور کار چې هغه به موزيم وي، په هغې کې به لايبريري( کتابتون) وي، چې کله موږ د دې دستوره کوو، دلته کې به انشا الله د يوه ميلمستون سنګ بنياد هم ږدو او کار به پرې شروع کوو.))

باچا خان له نن څخه نېږدې ۲۶ کاله پخوا په پيښور کې ومړ او د هغه مرحوم له وصيت سره سم په جلال اباد کې خاورو ته سپارل شوی وو. د ډاکټر نجيب الله د واکمنۍ په وروستيو کالونو کې يې په مزار د رغاونې چارې پيل شوې وې خو د مجاهدينو د واکمنۍ پر مهال له اوږده ځنډ سره مخ شوې وې. خو په ۲۰۰۷ م کال چې د افغانستان د دولت او عوامي نشنل ګوند په ګډه همکارۍ د مزار د جوړېدو چارې پيل شوې، څو وارې له ځنډ سره مخ شوې، خو د مزار د چارو څارونکي وايي چې د روان ميلادي کال تر پايه پورې به د مزار او ورسره جومات، کتابتون او د باچا خان په نوم د موزيم چارې به په بشپړه توګه سر ته ورسېږي.
XS
SM
MD
LG