د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د پاکستان سفر په اړه ډاډه نه یم خو هیله من یم"


افغان ولسمشر حامد کرزی وايي چې پاکستان د خپل سفر د لاسته راونو په اړه ډاډمن نه دی، خو ورته هیله من دی.


ټاکل شوې ولسمشر حامد کرزی د پاکستان د صدراعظم په رسمي بلنه د راتلوونکي دوشنبې په ورځ دغه هېواد ته سفر پیل کړي.

ښاغلی کرزي د شنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل چې؛ پاکستان ته په دې هیله دا سفر کوي چې؛ په افغانستان او پاکستان کې د امنیت لپاره نتیجه ورکړي.

"هیله لرم، چې زما دا سفر به د سیمي، پاکستان او افغانستان د امنیت او له ترهګرۍ سره د یوې کامیابه مبارزې لپاره نتیجه ورکړي، په همدې ارزو پاکستان ته سفر کوم.

خدای دې وکړي، چې د افغان او پاکستاني ملتونو ته دغه سفر ښه پیغامونه ولري؛ هیله لرم هغه حقایق چې، په دواړو هیوادونو کې جریان لري، په درک سره یې دا ځل نتیجې ته ورسیږو، هیله لرم په هیڅ ډول باور نه لرم."

نوموړي پاکستان ته خپلو پخوانیو سفرونو ته په اشاره وویل چې؛ د سولې، امنیت او له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخو اصلي هدف ته په کې نه دی رسیدلی.

ښاغلی کرزی یې علت په پاکستان کې ځینې پالیسۍ او محدودیتونه وبلل.

د ښاغلي کرزي په خبره، دا ځل یې بیا هم پاکستان ته د سفر د اجنډا په سر کې د افغانستان د سولې او امن موضوع ده، چې د پاکستان د نوي حکومت له مسوولینو سره به خبرې پر کوي.

ټاکل شوې د دوشنبې په ورځ په دې سفر کې د سولې د عالي شورا پلاوی هم له ولسمشر سره واوسي.

د افغانستان د سولې عالي چارواکي وايي، چې په دې سفر کې به د پاکستان له حکومته وغوښتل شي چې؛ طالبان د افغانستان د سولې له عالي شورا سره خبرو ته حاضر کړي.

د دې شورا ویاند مولوي شهزاده شاهد ازادۍ راډیو ته وویل چې؛ په دې سفر کې به د ملابرادر په ګډون د طالب زندانیانو د خوشې کیدو غوښتنه هم وشي.

"یو شمېر هغه طالب مشران چې په پاکستان کې بندیان دي؛ زموږ هیله دا ده، چې د سولې د خبرو په خاطر، د دې بهیر د چټکوالي لپاره، د هغوی پر ازادولو غور وشي او هغوی را ازاد شي.

ضرور، په دې کې به د ملا برادر نوم هم شامل وي او څو نومونه به نور هم په کې شامل وي، چې نومونه یادول یې تر وخت مخکې بولم."

خو د سیاسي چارو پوهان هم د ولسمشر کرزي په څېر دغه سفر ته ډېرې هیلي نه لري او په خبره یې پاکستان به هغه طالب بندیان له خپلو زندانونو ازاد نه کړي چې؛ د افغانستان د سولې له پروسې سره مرسته وکړای شي.

که څه هم د پاکستان نوي صدراعظم نواز شریف په خپلو وروستیو ویناوو کې له افغانستان سره د ښو اړیکو ژمنه کړې، خو تر ده مخکې نورو پاکستانیو چارواکو هم دغه ډول ژمني کړي وې.

افغان حکومت پر پاکستان تور لګوي، چې په خپله خاوره کې یې وسله وال مخالفین روزي او بیا یې د جګړې لپاره افغانستان ته را لیږي.

خو دا به وروسته معلومه سي چې؛ د پاکستان نوی حکومت له افغانستان سره رښتینې همکاري کوي او که د پخوانیو حکومتونو په څېر بیا هم یوازي ژمني.
XS
SM
MD
LG