د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امنيتي تړون پرېکړه به جرګه کوي: ولسمشر کرزی



افغان ولسمشر حامد کرزي یو ځل بیا له امریکا سره د امنیتي تړون په اړه د لویې جرګې پر رابللو ټینګار وکړ.


ښاغلي کرزي نن (شنبه) په کابل کې په یوه خبري غونډه کې ټينګار وکړ چې د دې جرګې له لارې د خلکو د استازو له پرېکړي پرته نه شي کولای چې له امریکا سره امنیتي تړون لاسلیک کړي.

((افغانستان په هغه حالاتو کې نه دی چې پرته له جرګې نه یو مهم سند چې افغانستان ته یو مهم حیاتي ارزښت لري په یواځې ځان ومنو یا يې رد کړو. د دې جرګې راغوښتل هغه که په اوسني حکومت کې وي یا راتلونکو حکومتونو کې، د دې ډول قراردادونو لپاره دا یو ضروري امر دی))

ښاغلي کرزي وویل، چې وروسته له دې به په دې تړون په لوړه سطحه خبرې وشي.

ولسمشر حامد کرزي په دې وروستیو کې د هيواد د ملي امنیت د شورا رییس رنګین دادفر سپنتا او د انتقال د پروسې مشر ډاکتر اشرف غني احمدزی د افغانستان له اړخه د نویو مرکچیانو په توګه وټاکل.
XS
SM
MD
LG