د لاسرسي ځای

تازه خبر

په افغان وژنه امريکايي عسکر ته د عمر قېد سزا


هغه امریکایي عسکر چې د کندهار په يوه کلي کې يې شپاړس ملکیان وژلي و، ورته د ټول عمر قېد سزا اورول شوې ده.


د رابرټ بیلز له بنده د خوشې کېدو هيڅ چانس نه شته خو د نوموړي لخوا په ډزو ويشتل شوو کې يو ژوندي تن او د وژل شوو خپلوانو د عدالت پر دې سزا د اطمېنان څرګندونه نه ده کړې.

له دې ډله ییزې وژنې ژغورل شویو او د وژل شویو د کورنیو غړیو وویل، د رابرټ بیلز په پیښه کې سم انصاف نه دی شوی.

په امریکا کې یو پوځي عدالت پرون رابرټ بیلز ته د داسې عمري بند سزا واوروله چې په ضمانت به نه خوشي کیږي.

د محکمې له حکمه وروسته یوه افغان چې له څو تنو نورو سره په عدالت کې د ګواهۍ لپاره امریکا ته تللی و، وویل:

((موږ امريکا ته د دې لپاره راغلي وو چې موږ ته به خپل حق راورسيږي خو داسې ونه شول))

رابرټ بیلز د جون په میاشت کې د مرګ له سزا څخه د بچ کیدو لپاره خپل جرم ومانه او وې ویل چې دا کسان ده وژلي دي.

بېلز د کندهار په پنجوايي سيمه کې ۲۲ کسان په ډزو وژلي او ژوبل کړي وو چې په کې ۱۷ ماشومان او مېرمنې شامله وې.

يو بل افغان چې د کورنۍ غړي يې رابرټ بېلز وژلي وو د عدالتي حکم وروسته يې خبريالانو ته څه داسې وويل:

((لکه څنګه چې ما وړاندې هم وويل موږ ته انصاف نه راو رسېدی. هغه[رابرټ بېلز] ته يواځې د مرګ سزا وارول شول او ضمانت به يې نه کيږي خو زه له امريکايې وګړو دا پوښتنه کوم که چېرې ستاسو کورته څوک د شپې در واوړي او د کورنۍ ۱۱ غړي درله ووژني او د هغوی د سوزولو هڅه وکړي نو تاسو به د هغه لپاره څه سزا مقرره وئ))

بېلز تر عدالتي حکم يوه ورځ وړاندې د زيارت په ورځ په وړومبي ځل په کندهار کې د دغه خلکو په وژنه بښنه وغوښته او خپل دغه کار يې بزدلانه فعل وباله خو نور وضاحت يې ورنه کړی او بس دومره يې وويل چې ده ښه کار نه دی کړی او زياته يې کړه چې هغه نه دی پوه چې دا کار يې ولي وکړ.

سرکاري وکيلان په دې باور دي چې د رابرټ بېلز په ډيرو ځايونو کې د پوځي دندې ترسره کول او د هغه دماغي ناروغي د ده د غه فعل ترشا مهم لامل دی.
XS
SM
MD
LG