د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان: په فرقه ایز تشدد کې ۱۴ کسان وژل شوي


د پاکستان د پنجاب صوبې په بکر ښار کې نن د شنبې پر ورځ له هغې وروسته کرفيو لګول شوې چې د پوليسو په وينا د دوو مذهبي سياسي ډلو ترمنځ په نښتو کې لږ تر لږه ۱۱ کسان ووژل شول.


دا نښته پرون د سني فرقې اهل سنت و الجماعت او د شعيه فرقې مجلس وحدت المسلمين د غړو ترمينځ شوې ده.

د دغو نښتو نه پس په بکر ښار کې امنيتي ځواکونه ځای پر ځای شوي او د پاکستان د سرکاري راډیو د خبر له مخې تر ناڅرګندې مودې پورې دغلته کرفیو لګول شوې ده.

بلخوا په اسلام اباد کې پرون په يوه مدرسه د ډزو په نتيجه کې د دغې مدرسي د مهتمم پشمول درې کسان وژل شوي دي.

د اسلام اباد پوليسو په وينا د مدينته العلم نومې د مدرسې پر مهتمم محمد عارف نا پیژندل شویو موټر سایکل سپرو ډزې کړي دي .
XS
SM
MD
LG