د لاسرسي ځای

تازه خبر

تحريک طالبان د پنجابي طالبانو بيان رد کړی


تحريک طالبان پاکستان د پنجابي طالبانو له هغه بيان سره لاتعلقي ښودلې ده چې په کې يې د پاکستان د وزيراعظم نواز شريف لخوا د خبرو اترو د ورکړل شوي وړانديز هرکلی کړی و.
د پنجابي طالبانو وياند عصمت الله معاويه د زیارت پر ورځ پاکستاني رسنيو ته په بيان کې د پاکستاني وزيراعظم له لورې د خبرو اترو د وړانديز هرکلی کړی و او دا يې د نوموړي سياسي پوهه بللې وه.
د طالبانو وياند شاهد الله شاهد په شنبه مشال راډيو ته د ټيلي فون له لارې وويل چې د پنجابي طالبانو په ګډون هېڅوک هم د تحريک طالبان د اجازت بغير له حکومت سره خبرې اترې نه شي کولی.
نوموړي زياته کړه چې نوازشريف ويلي ول که خبرې ونه شوې نو طاقت استعمالوي. د شاهد الله شاهد په خبره د ضمانتيانو په توګه پر مولانا فضل الرحمان او منور حسن يې نور اعتبار نه دی پاته شوی.
کارپوهان فکر کوي له حکومت سره د خبرو اترو په حواله دغه متضاد بيانونه د پنجابي طالبانو او تحريک طالبان پاکستان ترمينځ ژور اختلافات په ګوته کوي.
XS
SM
MD
LG