د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست: عبدالحی حبیبي لیسې ته نوې وداني جوړه شوه


د خوست ولايت چارواکي وايي، که چېرې پوهنې ته پاملرنه ډېره شي، نو د نشه يې توکو کر او استعمال په خپله له منځه ځي.


نوموړو چارواکو یادې څرګندوني په هغه مراسمو کې وکړې، چې په خوست ښار کې يوه مرکزي ښوونځي ته د نوې درې پوړيزه وداني د پرانیستې په موخه جوړ شوي ول.

پوهاند عبدالحی حبیبي لیسه چې د خوست ښار په زړه کې موقعیت لري او پخوا يې زده کوونکو په زړو او لویدلو کوټو او یو زیات شمیر یې په بیدیاوو کې ګرمۍ او یخنۍ ته زده کړې کولې، یاد ښوونځي ته د نشه يې توکو پر ضد وزارت له هغه فنډ څخه چې هر کال يې نوموړي ولایت ته د کوکنارو د کر د صفر کیدو په بدل کې ورکوي، یوه نسبتاً پراخه او عصري وداني، چې په دریو پوړونو کې جوړه شوې د یوې غونډې په ترڅ کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

په مراسمو کې د نشه يې توکو پر ضد ادارې مشر میرناګل تڼیوال د نوې ودانۍ د ودانیزو چارو د مالوماتو د وړاندې کولو تر څنګ وویل، که چېرې د یادې لیسې پنځه زره زده کوونکي او کورنۍ يې د نشه يې توکو پر ضد غږ پورته کړي، نو د کر د صفر کیدو په شان به يې د استعمال او قاچاقو کچه هم صفر ته راښکته شي:

((د عبدالحی حبیبي په تاریخي لیسه کې درې پوړیز تعمیر، چې تقریباً د ۲۸میلیونه ۳۷زره افغانیو په مالي فنډ سره جوړ شوی دی، هیله مو دا ده چې د عبدالحی حبیبي لیسې پنځه زره شاګردان، چې په پنځه زره کورنیو پسې اړه لري، دا پنځه زره کورنۍ د نشه يي توکو د کښت، تولید، قاچاق او استعمال په مخنیوي کې که کم کار هم وکړي، لکه کوکنار چې صفر شوي دي او باید صفر يې وساتو، د اعتیاد یا روږدیتوب او قاچاقو مسله يې هم باید صفر ته راورسیږي.))

د عبدالحی حبیبي لیسې د نوې ودانۍ د افتتاح په مراسمو کې خوست والي عبدالجبار نعیمي په خپلو خبرو کې وویل، که چېرې په ټولنه کې زده کړې عامې شي او د خلکو شعور لوړ شي، نو کوکنار په خپله نه کرل کېږي، ده وویل کله چې په لومړي ځل دې لیسې ته ورغئ،نو ددې ځای شرایط ډېر ځورونکي ول:

((دا کلنۍ فنډ د کوکنارو د نه کرلو په خاطر موږ ته راکول کېږي، نو بیا مې تصمیم ونیوی، چې له همدغه بودجې څخه به دا ودانۍ جوړیږي او موضوع مې له اړوند ریاست او وزارت سره شریکه کړه، چې زموږ دا بودجه په همدغه لاره باندې مصرفوو، ځکه چې که دا ځوانان په دې ځای کې په فکري لحاظ سره ښه تربیه شي او په دې ځای کې دوی زده کړې وکوي، چې دوی هم خپله فکر جوړونه وکړي، هم په ماحول کې فکرونه ورغوي او هم خپلو کورونو ته دا پیغام ولیږدوي، نو په خپله کوکنار نه کرل کېږي.))

قومي مشر حاجي رسول محمد خان تڼي په خپلو خبرو کې پخوا په افغانستان کې د زده کړو د محدودو شرایطو په اړه زده کوونکو ته خبرې وکړې، له دوی يې وغوښتل چې سبقونه ولولي او د وخت خیال وساتي، نوموړي د هېواد ابادي هغه وخت یقیني وبلله چې په افغانستان کې معارف اباد شي:

((تاسو چې اوس له کوره ووځئ، نوشل دقیقې یا نیم ساعت مزل کوئ او بیرته خپل کور ته ځئ، هېڅ مشکل نه لرئ او په کور کې هم هغه خوراک چې تاسو ته برابریږي په هغه کې هم لږ ناز کوئ، چې دا خو زه نه خورم، نه پوهیږم دا بنډۍ دي،دا لوبیا ده یا دا داشی دی او موږ ته جوارۍ نه رسیده په مړه ګیډه.له تاسو نه مې خواهش دادی، ټول يې واورئ، چې مکتب ته ځئ، څه عبس وخت مه تېروئ، څه زده کړئ، که دا ټول افغانستان په هر ډول اباد شي، بیخي شین، سرسبزه او تعمیرونه په کې اباد شي، مګر چې معارف مو اباد نه وي، دا افغانستان زه اباد نه بولم.))

د یادونې وړ ده، په خوست کې د یو شمېر ښوونځیو له پاره د نویو ودانیو له جوړیدو سره، سره بیا هم نږدې نیمايي ښوونځي ودانۍ نه لري او زده کوونکي يې په بیدیاوو کې سوځنده لمر، بارانونو خاورو او دوړو کې پر زده کړو بوخت دي.
XS
SM
MD
LG