د لاسرسي ځای

تازه خبر

په مردان کې د عوامي نېشنل ګوند یو مشر ووژل شو


د خيبر پښتونخوا په مردان کې نامالومه کسانو د عوامي نيشنل پارټی پر مشر ډزې وکړې او هغه یې وواژه.


د مردان د کليوالو سيمو د پوليسو مشر عبدالصمد خان مشال ريډيو ته وويل چې، د عوامي نېشنل ګوند ځايي مشر ګل حميد خټک نن د جمعې پر سهار يوولس بجې له يوې جنازې په خپل ګاډي کې بيرته راستنيدی چې په لار کې وسله والو ورباندي ډزې وکړي.

د مردان به نننۍ پېښه کې د ګل حمید خټک یو ملګری هم وژل شوی او یو تن ټپې شوی دی.

د عوامي نېشنل ګوند د چارواکي په وینا د ترهګرۍ ضد جګړې په ترڅ کې تراوسه پوری شاوخوا اته سوه غړي وژل شوي دي.
XS
SM
MD
LG