د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولسمشر کرزی پاکستان ته ځي



ټاکل شوې چې د افغانستان ولسمشر حامد کرزی په راتلونکي اوونۍ کې پاکستان ته سفر وکړي.

له ولسمشر کرزي سره به په دې سفر کې د سولې د عالي شوری د رئیس په ګډون، د دې شوری یو شمير غړي هم ملګري وي.

په تیر یوه کال کې د کابل او اسلام آباد تر منځ اړیکې خړ پړ شوي او افغان چارواکو په وار وار په پاکستان تور لګولی چې د وسله والو ملاتړ کوي او د سولې په لار کې خنډونه اچوي.

که څه هم چې په تیر وخت کې د افغانستان د سولې د عالي شوری هلو ځلو کومه نتیجه نه ده ورکړي، خو ددي شوری غړي وایي چې دا ځل له یوې جدي او مشخصې اجندا سره اسلام آباد ته ځي.

د سولې د عالي شوری د بهرنیو اړیکو رئیس محمد اسمعیل قاسمیارمشال راډیو سره په خبرو کې وویل، دا چې د طالبانو مشران په پاکستان کې دي ، دا هیواد د سولې په عملیې کې مهمه او اغیزناکه ونډه لري .

قاسمیار اسلام آباد ته د سفر په جریان کې د افغانستان د سولې د عالي شوری د ځانګړې اجندا په اړه وویل:

«دا ځل چې د افغانستان د سولې د عالی شوری هیئت له ولسمشر سره یو ځاي ځې، د سولې اجندا به د جمهور رئیس د کتنې او کاري اجندا په سر کې وي. البته د دواړو هیوادونو مناسبات به د پاکستان د حکومت په صادقانه همکارۍ پوري مربوط او منوط وي، دوی باید نه یوازي په خوله، بلکه په عمل کې وښیې چې همکاري کوي، ترڅو د طالبانو د مشرانو او د سولې د عالی شوری تر منځ مستقیمې خبرې وشي».

د قاسمیار په وینا، افغانستان غواړي په اسلام آباد کې یو نړیوال کنفرنس جوړ کړي او په دي کار کې به د پاکستان صادقانه همکاري وغواړي. دی وایي:

« مونږ به د پاکستان له حکومت څخه وغواړو چې له مونږ سره همکاري وکړې، خپل علما وهڅوي چې په کنفرنس کې ګډون وکړي او دې مسلې په روښانه کولو کې مرسته وکړې چې د اسلامي شریعت له مخي په افغانستان کې د وروروژنې دا جګړه ناروا ده. دا جګړه او ویني توئیدنه باید بنده شي. پاکستان باید په دي مسلو کې له مونږ سره همکاري وکړي. له دي مخکي مونږ د پاکستان دیني عالمان رابللي وو، هغوي سروغړاوه، سیاست یې وکړ، یو خالص اسلامي شرعې امر یې له ورځنې رنګارنګ سیاست سره ګډ کړ او ناکامه شو».

د افغانستان د سولې د عالي شوری د بهرنیو اړیکو مشر محمد اسمعیل قاسمیار دغه راز وویل، پاکستان ته د ولسمشرکرزي او د سولې د عالي شوری د هیئت د سفر په اجندا کي به د ملا عبدالغني برادر په ګډون د یو شمير طالب مشرانو خوشي کول هم شامل وي.
XS
SM
MD
LG