د لاسرسي ځای

هغه امريکايي پوځي چې په افغانستان کې د ١٦ ملکيانو په ډله ييزه وژنه تورن دى، بخښنه وغوښته.


رابرټ بېلز چې پرون د پنجشنبې پر ورځ يې د واشنګټن په يوه پوځي اډه کې د سزا اورونې غونډې ته خبرې کولې، وويل، دغه عامه وژنه بزدلانه عمل و.

٣٩ کلن بېلز وويل له هغو کسانو بخښنه غواړي چې د تېر کال په مارچ کې يې د ډله ييزې وژنې له کبله د کورنۍ غړي ورنه واخيستل شول.

بېلز په جون مياشت کې تورن وپېژندل شو، خو د يوه تړون د يوې برخې په توګه به د وژنو له کبله د مرګ سزا نه ورکول کېږي، بلکې د عمر قېد سره به مخامخ وي.

اوس به يو پوځي عدلیه دا پرېکړه کوي چې بېلز په مشروط ډول رها کړل شي - که څنګه؟
XS
SM
MD
LG