د لاسرسي ځای

تازه خبر

هند د افغانستان سره په خپلو ژمنو ټینګار وکړ


د افغان ولسمشر دويم مرستيال وايي هند په افغانستان کې د سولې د هغې پروسې ملاتړ کوي، چې مشري يې افغانان او افغان دولت وکړي.


عبدالکريم خليلي چې د پنجشنبې پر ورځ يې د هند تر درې ورځني سفر وروسته له رسنيو سره خبرې کولې وويل، افغانستان او د سيمې هېوادونه هيله من دي، چې پاکستان به په دې پروسه کې جوت رول ولوبوي:

”د هند د دوستانه دريځ مننه کوو، چې د افغانستان د دې موقف ملاتړ کوي او په دې باور دى چې سوله به هغه وخت له اصولو سره سم پرمخ ځي، چې مشري يې افغانان او افغان دولت وکړي. د ټولو هېوادونو هيله دا ده چې پاکستان د سولې په مسئله کې برجسته او بهتره نقش ولوبوي. هيله ده پاکستان د افغان ملت او د سيمې د هېوادونو دې هيلې ته جدي پام وکړي“

د سولې هڅې وروسته له هغه ټکنۍ شوې چې په قطر کې د طالبانو لپاره د دفتر د پرانيستلو پر څرنګوالي افغان حکومت شديد تنقید وکړ او دغه دفتر څه موده مخکې وتړل شو.

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر کرزى راروانه اوونۍ پاکستان ته ځي او له دې هېواد څخه به وغواړي چې په افغانستان کې د سولې له روانې پروسې سره صادقانه مرسته وکړي.
XS
SM
MD
LG